ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب برخې پوهان: د کرونا په درملنه کې د «امګا-۳» ټابلیټونو اغېز لا نه دی ثابت شوی

د طب برخې پوهان: د کرونا په درملنه کې د «امګا-۳» ټابلیټونو اغېز لا نه دی ثابت شوی

author avatar
7 Jun 2022 - 18:26
د طب برخې پوهان: د کرونا په درملنه کې د «امګا-۳» ټابلیټونو اغېز لا نه دی ثابت شوی
author avatar
7 Jun 2022 - 18:26

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱): ځینو خبري سایټونو او ویب‌پاڼو د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د «امګا – ۳ ټابلیټ د اغېزې په اړه مطالب خپاره کړي؛ خو د طب برخې پوهان وایي چې دغه ټابليټونه د بدن د دفاعي سيسټم په پياوړتيا کې اغېزناک دي، خو د کرونا ناروغۍ په درملنه کې يې اغېزناکوالی تر اوسه نه دی ثابت شوی.

د «پانا» خبري سايټ له لوري د «له کرونا رغېدلي دې «امګا-۳» وکاروي» تر عنوان لاندې مطلب کې راغلي: «د هېواد د تغذیې او خوړو صنعت د څېړنو انسټېټیوټ رییس وویل، د انفلونزا ویروس په کمزوري کولو کې د امګا3 شحمي اسیدونو رول ته په پام، په کرونایي ناروغانو کې د هیپاټیټ او مکروب کمول، د بېرته رغېدلو ترمنځ د امګا 3 کارول ځانګړی اهمیت لري.

سرچینې لیکلي، عصبي او رواني ستونزو ته په پام، د کرنا ناروغانو عمر او د «اوګا-٣» اغېزې، خلک بايد هره ورځ له ٥٠٠ -٢٥٠ ملي ګرامه «امګا-٣» د خوړو له لارې یا خوړو ته د نه لاسرسي په صورت کې وکاروي.

په ورته مهال، د دویچه وله راډیو خبري سایټ پر خپله ويب‌پاڼه، د «امګا-۳ د کوویډ-۱۹ ناروغۍ جریان ډېر ضعیفه کوي» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي: «یو بل غذایي عنصر چې ښایي د کرونا د شدت په راکموالي کې اغېز ولري، د امګا ۳ شحمي اسیدونه دي؛ انسان د دغو اسیدونو درېیو اصلي ډولونو ته اړتیا لري چې الفا لینولنیک اسید ((AL، ډوکزاهګزاینوئیک اسید (DHA) او ایکوزاپنتانوئیک اسید (EPA) دي.»

په ورته مهال، د «شبکۀ سلامتي» په نوم ويب‌سایټ د» ایا امګا‌۳ د کرونا په مخنیوي کې اغېز لري؟» تر عنوتن لاندې مطلب خپور کړی دی.

یادې شبکې په دې تړاو یوه ویډیو هم خپره کړې چې په کې راغلي، د «امګا ۳» غوړ هماغه شحمي اسیدونه دي چې په کبانو، چهارمغزو او سویا کې موجود دي، دا اسیدونه مضر نه دي، بلکه تر دې هم ښا یي ډېر ګټور وي.

په دې ويډیو کې خلکو ته سپارښتنه شوې چې د امګا۳ له شحمي اسیدونو ګټه واخلي؛ ځکه په دې اړه ډېرې څېړنې شوې چې د «امګا – ۳» اسیدونه څه ډول کولای شي په پوره یا په غذایي ډول، د ویروسونو له امله پیدا شوی التهاب راکم کړي.

په یاده ويډیو کې یادونه شوې چې د زکام او التهابي ویروس کېدای شي د امګا-3 غوړو له لارې کنټرول شي.

سرچینې زیاته کړې، د کرونا ويروس د زکام او انفلونزا له ويروسونو سره ډېر ورته والی لري؛ له همدې امله دا اسیدونه د کرونا ‎ ناروغۍ لپاره اغېزناک تمامېدای شي.

سرچینې ویلي، دغه اسید د کرونا خطر کموي او حتی په دې ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته هم په ښه درملنه کې مرسته کوي؛ په ډیرو هیوادونو کې لیدل کېږي چې کرونا ناروغي قلبي او د خولې کېدو عوارض لري؛ ځکه چې وینه پنډوي؛ نو له همدې امله، «امګا- ۳» د وینې د بنډوالي خطر راکموي.

د «اقتصاد نړۍ» انټرنټي سایټ د «د دې سپارښتنې سره د کرونا په وړاندې خپل بدن خوندي کړئ» تر سرلیک لاندې مطلب خپور کړی دی.

په دې مطلب کې راغلي چې خوړو د سالم، مناسب او متوازن رژیم درلودل د ویروس پر وړاندې د بدن د معافیت سیسټم فعالیت لپاره اړین دي.

پروټینونه یو له خورا مهمو فکټورونودي کوم چې د بدن د معافیت سیسټم لپاره اړین دي او سپارښتنه کیږي چې له کم غوړو لبنیاتو،  له مختلفو غوښو، لکه سرې او سپینې غوښې کار واخیستل شي، کبان په لوړه کچه د «امګا -3» درلودو له امله په بدن کې د التهاب کمېدو لامل کېږي او ښه ده چې په اوونۍ کې دوه ځلې وخوړل وشي.

په ورته مهال، ایرنا خبري سایټ د «په وینه کې د امګا -3 ډېر شتون د کرونا له امله د مړینې خطر راکموي» تر عنوان لاندې مطلب کې لیکلي، د یوې مطالعې پایلې ښیي، هغه خلک چې بدن یې د امګا -3 لوړه کچه لري، د کوویډ – ۱۹ له امله د مړینې احتمال په کې کم دی.

خو طبي کارپوهان وايي چې د امګا ۳ ټابلیټ اغېز د کرونا ‎ ناروغۍ په درملنه کې نه دی ثابت شوی.

د ساري ناروغیو متخصص او د عامې روغتیا وزارت مخکني سلاکار ډاکتر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وویل، له مولټي ویټامینونو، امیګا 3، پروبیوټیکونو یا له ویټامینD  ګټه اخیستل ښایي د SARS-CoV-2 د مثبت ټسټ خطر راکم کړي.‎

د هغه په ​​وينا، په مختلفو هېوادونو کې د طب د څېړنيزو بنسټونو له خوا بېلابېلې څېړنې ترسره شوې چې ټولې پر يو ټکي توافق لري او هغه دا چې امګا ٣ او نور ويټامينونه د کرونا پر وړاندې د بدن مقاومت په لوړولو کې مهم رول لوبوي.

دغه راز د مزارشريف په روغتون کې د عمومي داخله ناروغیو او کرونا متخصص ډاکتر محمدبصير خيبر هم وويل، د کرونا ويروس په بدن کې د وينې سختېدو لامل ګرځي.

هغه وايي، د دې لپاره چې وینه د انسان په بدن کې ټینګه او لخته نه شي، نو د کرونا پر مهال خلکو ته د امګا – 3 کارولو سپارښتنه کېږي، څو د وینې له لخته کېدو مخنیوی وشي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوېد هژیر د امګا ۳ د اغېزناکوالي په اړه وایي، تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان داسې درمل یا طبي بوټی نه دی ثابت کړی چې د کرونا ضد وي، ډاکتران هم نه شي کولای چې دغه درمل د کرونا ضد اعلان کړي.

هغه زیاته: «دا چې امګا3 د بدن معافیتي سیسټم پیاوړی کوي او په ناروغانو کې د ناروغۍ شدت راکموي، ګټور تمامېدای شي، خو په هيڅ صورت د کرونا ضد درمل نه شي کېدای.»

هغه وویل چې امګا3 یو ډېر پیاوړی شحمي اسید دی چې د بدن د روغتیا، مغز، د هډوکو او مفصلونو، قلبې او عروقي ناروغیو، د امیندوارۍ پر مهال د جنین د سرطان د مخنیوي او مختلفو ناروغیو درملنې لپاره ډېر اغېزناک تمامېدای شي.

Visits: 126

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.