ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا خلک له حکومته وارداتي برېښنا غواړي

د پکتیکا خلک له حکومته وارداتي برېښنا غواړي

author avatar
8 Jun 2022 - 17:51
د پکتیکا خلک له حکومته وارداتي برېښنا غواړي
author avatar
8 Jun 2022 - 17:51

ښرنه (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۱): په پکتیکا کې خلک، هټۍوال او سوداګر وايي، له کلونو راهیسې حکومت نه دی توانېدلی دغه ولایت ته منظمه برېښنا ورکړي او دې ستونزې د خلکو ورځنی ژوند سخت کړی دی.

هغوی غوښتنه کوي چې حکومت دې د منځنۍ اسيا له هېوادونو وارد شوې برېښنا کې دغه ولایت ته هم برخه ورکړي.

په دې اړه د مرکز ښرنې یوه هټۍوال پژواک خبري اژانس ته وویل، د منظمې برېښنا نشتوالی د دغه ولایت د اوسېدونکو تر ټولو لویه ستونزه ده.

هغه زیاته کړه، اوس مهال ښاريان د يوه خصوصي شرکت له لمریزې او ډېزلي برېښنا ګټه اخلي چې ظرفيت یې کم دی او د پېرېدونکو اړتياوې نه شي پوره کولای.

دی وايي، بله ستونزه دا ده چې د دغه خصوصي شرکت د برېښنا بیه لوړه ده او یو کیلوواټ برېښنا په ۵۰ افغانۍ پلوري.

د ده په وينا، ځيني خلک د دې برېښنا د بېل پرېکولو توان نه لري چې له امله یې خلک اړ شوي د خپلو اړتياوو پوره کولو لپاره په خصوصي ډول سولري برېښنا جوړه کړي.

هغه وایي، که حکومت پکتيکا ته منظمه برېښنا ورسوي نو له يوې خوا به دولتي ادارې له منظمې برېښنا برخمنې شي او له بل پلوه به په ښار کې روښنایي زياته او د خلکو شته ستونزې به ورسره راکمې شي.

د ښرنې ښار يوه بل هټۍوال حسن خان احسان هم له ورته ستونزو سر ټکوي او وايي چې په دغه ولايت کې د منظمې او با کيفيته برېښنا د نشتوالي له امله سوداګر او پانګه‌وال نه شي کولای په دغه ولایت کې د کوچنيو صنعتي فابريکو، پارکونو او اپارتمانونو جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه: «له مرکزي حکومته مو غوښتنه دا ده چې پکتيکا ته د برېښنا په برخه کې توجه وکړي؛ ځکه دغه ولایت د افغانستان په کچه تاجران او پانګه‌وال لري، دوی دلته د برېښنا د نشتوالي له امله اړ شوي په نورو ولایتونو کې پانګونې وکړي.»

دی وايي، حکومت دې د منځنۍ اسيا له هېوادونو افغانستان ته په واردېدونکې برېښنا کې دغه ولایت ته برخه ورکړي څو د خلکو ستونزې حل  شي او پانګونې ته زمینه برابره شي.

په پکتيکا کې د برېښنا امریت مسوولین په دې اړه د خلکو اندېښنې او شکايتونه پر ځای بولي او وايي چې له تېرو شلو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې د خلکو د دې ډېرې مهمې اړتیا پوره کولو لپاره کار نه دی شوی.

د برېښنا امريت مسوول محمد ایوب شاه خواجه پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولايت لپاره د وارداتي برېښنا راوستلو په اړه یې له خپلو اړوند جګپوړو مسوولينو سره خبرې کړې دي.

دی وايي، هغوی ډاډ ورکړی چې د حکومت د کنګل شوو پيسو له ازادېدو وروسته پکتیکا ته د برېښنا رسولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کوي.

د ده په خبره، د اوس لپاره یوازې په يوسف‌خېل ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا لپاره سب‌سټېشن جوړېدونکی دی چې ۳۰ سلنه کارونه یې شوي دي.

هغه زياتوي: «موږ دا موضوع تعقيبوو، دغه ولايت ته به برېښنا له غزني وصلېږي، د اوس لپاره یې د کارونو درېدو لامل د ملي بودجې کنګل والی دی.»

پکتیکا د هېواد په سوېل ختیځ کې له برېښنا بې برخې هغه ولایت دی چې ورڅېرمه نور ولایتونه پکتیا، غزني او خوست وارداتي برېښنا لري.

Visits: 103

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.