ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سره صلیب نړیواله کمېټه: په افغانستان کې د اوړو بیې ۴۷ سلنه لوړې شوې

د سره صلیب نړیواله کمېټه: په افغانستان کې د اوړو بیې ۴۷ سلنه لوړې شوې

author avatar
11 Jun 2022 - 00:49
د سره صلیب نړیواله کمېټه: په افغانستان کې د اوړو بیې ۴۷ سلنه لوړې شوې
author avatar
11 Jun 2022 - 00:49

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۱) : د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې د تېرو څو میاشتو راهیسې په  افغانستان کې د اوړو بیې نږدې ۴۷ سلنه لوړې شوې دي.

دغې نړیوالې کمیټې دا څرګندونې په داسې حال کې کړې ، چې د افغانستان په ډېرو برخو کې د غنمو فصل ټول شوی او تازه بزګرو درمندونه اخیستي دي.

د افغانستان ګڼو ولایتونو کې د غنمو او اوړو بیې په اوسني موسم کې- دې ته په پام چې د غنمو فصل ټول شوی وي، پرتله ییز ډول ارزانه کېږي. خو برعکس سږ کال نرخونه پورته ختلي دي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې ادارې ویاند  لوشین کرسټین په ټویټر کې لیکلي : “د بانکي سیستم پرځېدو، د نغدو پیسو کموالي او د ګټې وټې له لاسه ورکول” هغه څه دي چې په ډراماتیک ډول یې پر خلکو اغېز کړی او له همدې امله ګڼې کورنۍ لومړني توکي نه شي برابرولی. ”

تر دې مخکې سور صلیب ویلي وو، اوسمهال څه باندې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو د دغو اړو خلکو ژوند لا سخت کړی دی.

د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې تازه د غنمو فصل ټول شوی، خو د یو من غنمو بیه تر ۳۵۰ افغانیو رسېدلې

څو میاشتې وړاندې د افغانستان په بازارونو کې یوه بوجۍ اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ پلورل کېده خو اوس همغه بوجۍ اوړه تر ۳۰۰۰ افغانیو خرڅېږي.

په کابل ښار کې د خوراکې توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي تیره اونۍ پژواک ته ویلي وو، چې په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۲۸۰۰ څخه ۲۷۰۰ افغانیو پورې خرڅیږي.

نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د اوړو، غوړیو او هندي بورې بیې ټيټې شوې دي

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت داسې رپوټونه خپاره شول چې پاکستان ته له افغانستان غنم قاچاق کېږي، خو دافغانستان د مالیې وزارت د افغانستان ټولو ګمرکونو ته امر وکړ چې له افغانستان بهر دې غنم نه پرېږي.

Visits: 106

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.