ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د اوړو، غوړیو او هندي بورې بیې ټيټې شوې دي

نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د اوړو، غوړیو او هندي بورې بیې ټيټې شوې دي

author avatar
4 Jun 2022 - 16:02
نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د اوړو، غوړیو او هندي بورې بیې ټيټې شوې دي
author avatar
4 Jun 2022 - 16:02

کابل (پژواک، ۱۴غبرګولی ۱۴۰۱): نن د تېرو اوو ورځو پر پرتله د پاکستانۍ وریجو بیه لوړه شوې، خو د روسي سرو زرو، غوړيو او هندي بورې بیې ټيټې شوې دي.

په کابل ښار کې د خوراکې توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، نن د تېرې اوونۍ په پرتله، په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۲۸۰۰ څخه ۲۷۰۰ افغانیو، د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۳۰۵۰ څخه ۳۰۰۰ افغانیو او ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره له ۲۹۰۰ څخه ۲۸۸۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

خو نوموړي وویل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ۲۴،۵ کیلوګرامه لومړۍ سیله پاکستانۍ وریجو بیه له ۲۹۰۰ افغانیو څخه ۳۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه وایي، د پاکستانۍ وریجو بیه د پاکستان په بازارونو کې هم لوړه شوې ده.

خو د سرچینې د معلوماتو له مخې، نن لکه د تېرې اوونۍ په څېر د یو کیلو تور افریقایي چای عمده بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلو شین اندونیزیایي چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځینو توکو پرچون بیې د هغو له عمده پلور سره په ځینو مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۷۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۱۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۹۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۳۱۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د نفتي توکو بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه  ۸۰ او د یوه لېتر ډېزلو بیه ۸۸ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمد شریف وایي چې نن هم لکه تېرې شنبې د یو کیلوګرام ګاز بیه ۶۸ افغانۍ ده.

د عربي سرو زرو په بیه کې هم تغییر نه دی راغلی.

د کابل ښار د مریم لېسې بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل، نن هم د تېرو  ۷ ورځو په څېر د یو ګرام  ٧٥٠ عیار عربي  سرو زرو بیه ۴۴۰۰ افغانۍ، خو د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر له ۳۴۵۰ افغانیو نه ۳۴۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافي مالک حاجي حسین وویل چې نن یو امریکایي ډالر ۸۸ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۴۵۰ افغانۍ تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي په ۷مه یو امریکایي ډالر په ۸۸ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې  په ۴۵۰ افغانۍ تبادله کېدل.

Views: 72

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.