ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۵ کسان وژل شوي، څلور ټپیان وو

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۵ کسان وژل شوي، څلور ټپیان وو

author avatar
11 Jun 2022 - 17:23
تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۵ کسان وژل شوي، څلور ټپیان وو
author avatar
11 Jun 2022 - 17:23

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۱): تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او بلخوا د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له خوا د افغانستان په اړه کړنو او څرګندونو وښوده چې دغه هېواد د نړۍ له پامه نه دی لوېدلی.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان: افغانستان باید له یاده ونه ایستل شي.
  • جرمني: د افغانستان اوسنی حکومت پر ناسم مسیر روان دی.
  • بيلابېلو سرچینو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر حقونو ټینګار وکړ.
  • هند او ایران په افغانستان کې پر ټولګډون حکومت او له افغانانو سره پر مرستو ټینګار وکړ.
  • د منځنۍ اسیا هېوادونه: د افغانستان د ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې کوو.
  • هند په افغانستان کې د خپل ډیپلوماتیک حضور بېرته پيلولو پرېکړې ته نږدې شوی.
  • تېره اونۍ د مخکني حکومت درې چارواکي هېواد ته راستانه شول.
  • نړیوال بانک د افغانستان لپاره د ۷۹۳ میلیون ډالرو په ارزښت درې پروژې تصویب کړې.
  • د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونو په اړه اندېښنه وښوده.
  • تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۵ کسان وژل شوي او څلور ټپیان شوي دي.

مرګ ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ په کندهار کې د يوه پخواني ماين چاودنې د يو ملکي وګړي او پنځو امنيتي ځواکونو ژوند اخيستی او يو بل امنيتي کس په کې ټپي شوی دی. دغه راز په کندوز کې هم د يوې ناچاودې مرمۍ چاودنې يو کس وژلی دی.

ځايي سرچينې وايي، ناپېژاندو وسله والو په لوګر او بغلان کې دوه کسان وژلي او په بغلان کې د درېيو وژل شوو کسانو مړي موندل شوي دي.

راپورونه ښيي، پاکستاني ځواکونو په انګوراډه کې هغه مهال يو افغان پر ډزو وژلی چې غوښتل یې له ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته واوړي.

په اروزګان کې بیا د دوو کورنیو ترمنځ وسله‌واله شخړه کې يو کس وژل شوی او يو ټپي دی او په ننګرهار کې امنيتي ځواکونو بيا د وسله‌والې نښتې پر مهال يو کس د غلا په تور وژلی او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د پژواک د اونیز راپور له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې ۶ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

تېره اونۍ په بهر کې د افغانستان په اړه ناستې

د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان غړو هېوادونو په یوه ځانګړې ناسته کې د افغانستان پر وضعیت او پر سیمه د دغه وضعیت د اغېز په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانستان باید له یاده ونه ایستل شي.

د راپورونو له مخې، په یاده غونډه کې د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان کې د افغانستان دایمي استازې منیژې باختري، د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت له ‌خوا د نجونو او ښځو بنسټیزو ازادیو ته د نه درناوي له امله ژوره اندېښنه ښودلې، خو د افغانستان سرپرست حکومت وایي، په هيڅ برخه کې د افغانانو حقوق نه دي تر پښو لاندې شوي.

راپورونه ښيي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ د متحده عربي اماراتو  له بهرنیو چارو وزیر احمدعلي الشیخ سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو، بشري مرستو او د نجونو پر زده‌کړو خبرې وکړې او متحده اماراتو ژمنه وکړه چې هېواد یې له افغانستان سره د بشري، روغتیا او خوړو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال سره د ليدنې پر مهال ویلی چې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت پر ناسم مسیر روان دی او څو چې دریځ بدل نه کړي، پر رسمیت نه پېژندل کېږي.

هغې ويلي، نړیواله ټولنه به افغانان هېر نه کړي، په ځانګړې ډول له ښځو او نجونو سره به – چې تر بل هر وخت اوس ډېر مرستو ته اړتیا لري- همکاري او مرسته روانه ساتي.

دغه راز، د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن الثاني په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت بحث او د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر حقونو ټینګار وکړ.

د هند او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په نوي ډيلي کې یو ځل بیا په افغانستان کې د «ټولګډون حکومت» جوړېدل اړین وبلل او له سخت اقتصادي وضعیته د وتلو لپاره یې افغانستان ته د مرستو رسولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

دغه راز، د چین، ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، قزاقستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو په قزاقستان کې د يوې ناستې پر مهال په افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه بللې او د افغانستان د ستونزو د حل لپاره يې د منځنۍ اسیا هېوادونو د ګډو هڅو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې له بهرنيو چارواکو سره ليدنې

تېره اونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې او د يوناما مشرې ډیبورا لاینز د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي سره د ليدنې پر مهال وویل، یوناما او امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې بانکي سکټور کمزوری شي او مخې ته پراته خنډونه به د خبرو له لارې حل شي.

د قطر د امیر د ملي امنیت سلاکار محمدبن احمد المسند د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د ليدنې پر مهال ويلي چې افغانستان د دغه هېواد ستراتیژيک ملګری دی، دواړه هېوادونه د ښو اړيکو اوږده مخينه لري او دغه اړيکې به همداسې پیاوړې پاتې شي.

په افغانستان کې د هند د ډیپلوماټیک حضور لېوالتيا

تېره اونۍ هندي رسنیو خبر ورکړ چې هند په افغانستان کې د خپل ډیپلوماتیک حضور بېرته پيلولو پرېکړې ته نږدی شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې وړمه اونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه پلاوي کابل ته سفر درلود او د هندي پروژو او پروګرامونو لیدو ترڅنګ یې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره خبرې وکړې.

افغانستان ته د تېر نظام د چارواکو راتګ

تېره اونۍ، د تېر نظام په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام‌فاروق‌ وردګ، د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري، د برېښنا شرکت مشر امان‌الله غالب له بهرنیو هېوادنو کابل ته راستانه شول.

دغه کسان له افغان شخصيتونو سره د اړیکو کمېسيون په هڅو راستانه شوي دي.

له دې مخکې د ياد کمېسیون په هڅو د مخکني حکومت د ملي امنیت شورا د سولې او ملکي وګړو خوندیتوب ادارې مشر انتظار خادم او د ترانسپورټ وزارت مرستيال او سرپرست وزیر حسن مبارک عزیزي هېواد ته راستانه شوي وو.

د ښځو اعتراض

په افغانستان کې د تېرې زمري میاشتې له تحول وروسته د دولتي ادارو ډېرې کارکوونکې دندو ته نه دي غوښتل شوې.

تېره اونۍ د ملکي خدمتونو د ښځینه کارکوونکو اجماع په دې اړه اعتراض وکړ، ویې ویل، سره له دې چې د سرپرست حکومت چارواکو په ځلونو ویلي چې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار د دوام په تړاو پرېکړه کوي، خو تر اوسه له بې برخلیکي سره مخ دي.

خو حکومتي چارواکي وايي، په لټه کې دي څو ټولو کسانو ته چې کار ته اړتیا لري، له بېلابېلو لارو ورته د کار زمینه برابره کړي، څو د ټولنې د ټولو خلکو، ښځو او سړیو ستونزې حل شي. چارواکو ويلي چې دا مهال د دولتي ښځینه کارکوونکو معاشونه په خپلو کورونو کې ورکول کېږي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د څار سازمان ادعاوې

تېره اونۍ، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت له خوا د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونو پر دوام اندېښنه ښودلې او پر یاد حکومت یې د نړیوالې ټولنې له خوا د لا زیات فشار اچولو غوښتنه کړې ده.

د یاد سازمان د ښځو چارو مسوولې هیدربار ویلي چې د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان سرپرست حکومت «غیرقانوني اقداماتو» ته په یوه خوله ځواب ووايي، خپل اقدامات دې همغږي کړي او دا دې ورته وښيي چې نړۍ د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو په سمه معنا دفاع کوي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت، د بشري حقونو د څار سازمان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې بې‌ګناه خلک وژل شوي او یا د اتباعو حقوق تلف شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي: «د افغانستان اسلامي امارت له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غواړي چې د اسلامي امارت پر ضد بې‌بنسټه پروپاګنډ ته غوږ کښې نه‌ږدي او په افغانستان کې شته حقایق ومني.»

د مرستو دوام

تېره اونۍ، سعودي عربستان د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۳۰ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ. د افغانستان سرپرست حکومت د يادو مرستو له ورکړې هم مننه کړې.

تېره اونۍ، چين په افغانستان کې له ۷۵۰ کورنيو سره مرسته وکړه او هرې کورنۍ ته يې ۲۴ کیلوګرامه وریجې ورکړې.

د دې ترڅنګ نړیوال بانک او د افغانستان بیارغونې صندوق د افغانستان لپاره د ۷۹۳ میلیون ډالرو په ارزښت د خوړو، د ژوند لومړنیو اړتیاوو او روغتیایي برخو کې درې پروژې تصویب کړې.

Visits: 84

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.