ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډیبورا لاینز له ډاکټر عبدالله سره د مخه ښې لیدنه وکړه

ډیبورا لاینز له ډاکټر عبدالله سره د مخه ښې لیدنه وکړه

author avatar
12 Jun 2022 - 10:52
ډیبورا لاینز له ډاکټر عبدالله سره د مخه ښې لیدنه وکړه
author avatar
12 Jun 2022 - 10:52

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د تېر حکومت د سولې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله سره د مخه ښې لیدنه درلوده او په دې لیدنه کې د ټول­ګډونوالي د اهمیت، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې د سیمې هېوادونو د کلیدي رول په اړه خبرې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبورا لاینز ماموریت پای ته ورسېد؛ نوموړې د تېرې پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر له غړو سره خدای پاماني کړې ده.

لاینز د ۱۳۹۹ کال د وري میاشتې په پیل کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د د فتر(یوناما) د مشرې په توګه وټاکل شوه.

نوموړې تېره ورځ له ډاکټر عبدالله سره د مخه ښې لیدنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې لاینز پرون له عبدالله سره لیدنه درلوده.

سرچینه لیکي چې لاینز او عبدالله د ټول‌ګډونوالي پر اهمیت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې د سیمې هېوادونو پر کلیدي رول خبرې اترې وکړې.

ډاکټر عبدالله عبدالله هم لیکلي چې له لاینز سره یې د مخه ښې لیدنه کړې ده.

هغه لیکي: «په پیل کې مې د افغانستان خلکو ته د مرستو رسونې په برخه کې د اغلې لاینز له هڅو مننه وکړه او نوموړې ته مې د لا نورو بریاوو هیله څرګنده کړه.»

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې په دغه لیدنه کې د هېواد د روان وضعیت په اړه بحث او خبرې وشوې.

ډاکټر عبدالله د تېر حکومت له سقوط وروسته په کابل کې و؛ د غويي په لسمه هندوستان ته ولاړ او تېره ورځ بېرته کابل ته راستون شو.

[/restrict]

Views: 66

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.