خوست ښار (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): ځايي اوسېدونکي وايي، د خوست د قلندر ولسوالۍ د جلغوزيو او غوزانو په ځنګله کې د لګېدلي اور د پراخېدو مخه، د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه د ورغلو رضاکاره ځوانانو او د سيمې اوسېدونکو په ګډ اشر کې نيول شوې ده.
د مسوولينو په وينا، تېره ورځ غرمه مهال د خوست قلندر ولسوالۍ د لنډي کلي اړوند په تبۍ غره کې د جلغوزيو، غوزانو او نورو زينتي ونو په منځ کې اور ولګېده چې په ډېرې تېزۍ يوې او بلې خوا ته خپور شو.
د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس قاري عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تردې دمه د اورلګېدنې لامل څرګند نه دی، خو هڅه کوي چې د خپرېدو مخه يې ونيسي.
نوموړي زياته کړه، دا چې اور د ځنګله په لوړه څوکه کې لګېدلی، نو د اور وژنې موټرو ورتګ ډېر ستونزمن دی.
بل پلو، د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی داسې وسايل نه لري چې د دغه ځنګله په ياده لوړه نقطه کې لګېدلی اور په بشپړ ډول مړ کړي.
نوموړي په دې برخه کې له بهرنيو هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د مرکزي ادارې مسوولين په کار لګيا دي، که پايله يې ورکړه ياد اور به په بشپړ ډول مړ شي.
عثماني وويل، د سيمې له خلکو هم د اور په مهارولو کې مرسته غوښتل شوې څو نورو ځنګلونو ته ونه غځېږي.
په ورته مهال، د شپې ناوخته دې سيمې ته د اور مهارولو په موخه د خوست له مختلفو ځایونو لسګونه ځوانان په رضاکارانه ډول ورغلي دي.
د دغو رضاکارو له ډلې د باوري په نوم يوه ځوان پژواک ته وويل، د دې لپاره چې نورو سيمو ته د اور د خپرېدو مخه ونيول شي، نږدې ساحو کې ونې په تبر او برقي وسایلو پرې کوي او همدا ډول د بېلچو په وسيله پر اور باندې خاورې شيندي.
د باوري په وينا، دا مهال اور کنټرول شوی او د دې لپاره چې د دغې سيمې نورو ځنګلونو ته خپور نه شي، هڅه يې دا ده چې په بشپړ ډول یې مړ کړي.
د نوموړي په خبره، شاوخوا پنځوس جريبه ځنګل د اور خوراک شوی چې ډېرې يې جلغوزې، غوزان، نښتر او نورې زيتني ونې دي.
د نقيبالله ځلاند په نوم يو بل رضاکار ځوان پژواک ته وويل، خوستي ځوانان به هيڅکله اجازه ور نهکړي چې د دغه ولايت شتمنۍ څوک لوټ کړي او يا د اور خوراک شي.
نوموړي وويل، د دوی په هڅو د قلندر ولسوالۍ په تبۍ ځنګله کې لګېدلی اور مهار شوى او د خپرېدو مخه يې نيول شوې ده.
خو هغه زياتوي، په بشپړ ډول د اور وژلو لپاره له حکومتي مسوولينو د مرستې غوښتنه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د نورستان او کونړ ولايتونو په ځنګلونو کې هم اور لګېدلى و چې بيا يې څو ورځې دوام وکړ.
Views: 55