ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکی: ننګرهار کې د غلو هغه ډله نيول شوې چې د طالبانو په نوم يې غلاوې کولې

چارواکی: ننګرهار کې د غلو هغه ډله نيول شوې چې د طالبانو په نوم يې غلاوې کولې

author avatar
15 Jun 2022 - 21:41
چارواکی: ننګرهار کې د غلو هغه ډله نيول شوې چې د طالبانو په نوم يې غلاوې کولې
author avatar
15 Jun 2022 - 21:41

جلال اباد (پژواک،  ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت د استخباراتو رياست له لوري په ګوشتې ولسوالۍ کې د وسله والو غلو هغه نهه کسيزه وسله واله ډله نيول شوې چې د طالبانو له نوم څخه په ګټه اخېستو يې له خلکو غلاوې کولې.

چارواکي وايي، ياد کسان به کور ته د طالبانو په نوم د تالاشۍ لپاره ورتلل او بيا به يې د خلکو پيسې، سره او وسلې له ځان سره وړلې.

د ننګرهار ولايت د استخباراتو رياست کې ياد کسان د غبرګولي په ۲۵مه خبريالانو ته وروښودل شول چې په خپلو جرمونو يې اعتراف وکړ.

د ننګرهار ولايت د استخباراتو رييس ډاکټر بشير خبري کنفرانس ته وويل، د وسله والو غلو هغه ۹ کسيزه ډله يې د کشفي ارګانونو له لوري نيول شوې چې د طالبانو په نوم يې د خلکو له کورونو غلا کوله.

هغه زياته کړه، ياد کسان به کورونو ته په دې نوم ورتلل چې ګواکې طالبان دي او د کور پلټنه کوي، خو بيا به يې په کور کې شته پيسې، سره زر او وسلې له ځانه سره وړلې.

د نوموړي په خبره دغو غلو وروستۍ غلا د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يو ځايي مخور له کور څخه کړې وه چې هغه تازه په ۱۲سوه زره کلدارې خپل باغ خرڅ کړی و او پيسې يې دوی ترې وړې وې.

د ډاکټر بشير په وينا، نيول شويو کسانو څخه ټولې پيسې، طلا او وسلې چې له دغه کور څخه يې وړې وې، بېرته تر لاسه کړې دي.

د نيول شوې ډلې مشر جاويد وويل، د سيمې يو کس چې د دوی د ډلې غړی و، د هغه د معلوماتو پر بنسټ ګوشتې ولسوالۍ کې د يو قومي مخور کور ته د طالبانو په نوم د پلټنې لپاره ورغلل او بيا يې ترې ټولې پيسې له ځان سره يوړې.

دی زياتوي چې د ډلې هر غړي ته ۱۳۰زره کلدارې رسېدلې وې خو اوس يې ټولې بېرته استخباراتو رياست ته تحويل کړې دي.

د استخباراتو ریاست چارواکي وايي، دغه راز يې يو بل تن هم نيولی چې په جلال اباد ښار کې يې خلکو ته ټليفوني ګواښونه کول او پيسې يې ترې تر لاسه کولې.

په دې وروستيو کې ننګرهار ولايت کې د طالبانو په نوم مخربو اشخاصو له لوري د انسان تښتونې او غلا پېښې ډېرې شوې دي.

ننګرهار مېشتي غوښتنه کوي که امنيتي ځواکونو ته منظم يونيفورم ورکړل شي نو دا ډول ناقانونه کړنې ورسره مهار کېدلی شي.

Views: 60

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.