جلالاباد (پژواک، ٢٥ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار د کانونو رياست وايي، په تېرو شاوخوا نهو مياشتو کې له دغه ولايت څخه بهرنيو هېوادونو ته ۳۰۰زره ټنه شوکاڼی صادر شوی دی.
په ورته وخت کې، د ننګرهار د سوداګرۍ خونه وايي چې دغه شوکاڼی تر نيمه پروسس وروسته هسپانيې، کولمبيا، روسيې، ترکيې، ايران، سريلانکا، ازبکستان، هندوستان او پاکستان هېوادونو ته صادر شوی دى.
د ننګرهار ولايت د کانونو او پټروليم رييس مفتي عبدالحميد اخوندزاده پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت د سپين غره په لمنو کې په ډېره اندازه شوکاڼی شته چې هره مياشت زرګونه ټنه ترې تر نيمه پروسس وروسته بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي.
هغه زياته کړه: «يوازې د اسلامي امارت د حاکميت په موده کې يعنې تېرو شاوخوا نهو مياشتو کې ۳۰۰زره ټنه شوکاڼی بهرنيو هېوادونو ته صادر شوی دی، موږ په پراخه پيمانه د نفرايټو او ګڼ نور کانونه هم لرو.»
دی وایي، د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د شوکاڼي معدنونه شته چې شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه پرې شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د شوکاڼي په کاروبار کې شاوخوا ۴۰زره کسان په مستقیم او نامستقیم ډول پر کار بوخت دي.
هغه دا هم وويل چې د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د دېرش میلیونه ډالرو په ارزښت د شوکاڼي د پروسس څلویښت فابریکې فعالیت کوي.
بلخوا، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د دغه ولايت شوکاڼی نهو اسيايي او اروپايي هېوادونو ته صادر شوی دی.
د یادې خونې د صادراتو برخې مسوول شاکرالله ساپي پژواک ته وويل، پر تورخم دروازې د سبزېو او مېوو ترڅنګ د شوکاڼي د صادراتو کچه هم لوړه شوې ده.
هغه وايي: «شوکاڼی تر نيمه پروسس وروسته هسپانې، کولمبيا، روسيه، ترکيې، ايران، سريلانکا، ازبکستان، هندوستان او پاکستان هېوادونو ته صادرېږي او هلته ډېر ښه بازار او نوم لري. »
په ننګرهار کې د شوکاڼي سوداګر او پانګهوال وايي، که حکومت ورته زمينه برابره کړي نو دوی به د شوکاڼي صادراتو لپاره په نورو هېوادونو کې هم بازار پيدا کړي.
د شوکاڼي يو سوداګر عبدالوهاب خوږياڼی وايي، په اوس وخت کې ډېرو نورو هېوادونو هم ورسره ژمنه کړې چې د ننګرهار شوکاڼی به اخلي؛ خو دی وايي چې د بانکي ستونزو له امله دوی ډېرو هېوادونو سره راکړه ورکړه په اسانۍ نه شي ترسره کولای.
د يادونې ده، اوسمهال په ننګرهار کې د شوکاڼي د نيمه پروسس پر لسګونو فابريکو سربېره د استخراج (کېندنې) ګڼ شرکتونه یې هم شته دي چې زرګونه کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP