ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ۹ مياشتو کې له ننګرهاره ۳۰۰زره ټنه شوکاڼی بهر ته صادر شوی

تېرو ۹ مياشتو کې له ننګرهاره ۳۰۰زره ټنه شوکاڼی بهر ته صادر شوی

author avatar
15 Jun 2022 - 15:02
تېرو ۹ مياشتو کې له ننګرهاره ۳۰۰زره ټنه شوکاڼی بهر ته صادر شوی
author avatar
15 Jun 2022 - 15:02

جلال‌اباد (پژواک، ٢٥ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار د کانونو رياست وايي، په تېرو شاوخوا نهو مياشتو کې له دغه ولايت څخه بهرنيو هېوادونو ته ۳۰۰زره ټنه شوکاڼی صادر شوی دی.

په ورته وخت کې، د ننګرهار د سوداګرۍ خونه وايي چې دغه شوکاڼی تر نيمه پروسس وروسته هسپانيې، کولمبيا، روسيې، ترکيې، ايران، سريلانکا، ازبکستان، هندوستان او پاکستان هېوادونو ته صادر شوی دى.

د ننګرهار ولايت د کانونو او پټروليم رييس مفتي عبدالحميد اخوندزاده پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت د سپين غره په لمنو کې په ډېره اندازه شوکاڼی شته چې هره مياشت زرګونه ټنه ترې تر نيمه پروسس وروسته بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي.

هغه زياته کړه: «يوازې د اسلامي امارت د حاکميت په موده کې يعنې تېرو شاوخوا نهو مياشتو کې ۳۰۰زره ټنه شوکاڼی بهرنيو هېوادونو ته صادر شوی دی، موږ په پراخه پيمانه د نفرايټو او ګڼ نور کانونه هم لرو.»

دی وایي،‏ د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د شوکاڼي معدنونه شته چې شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه پرې شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د شوکاڼي په کاروبار کې شاوخوا ۴۰زره کسان په مستقیم او نامستقیم ډول پر کار بوخت دي.

هغه دا هم وويل چې د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د دېرش میلیونه ډالرو په ارزښت د شوکاڼي د پروسس  څلویښت فابریکې فعالیت کوي.

بلخوا، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د دغه ولايت شوکاڼی نهو اسيايي او اروپايي هېوادونو ته صادر شوی دی.

د یادې خونې د صادراتو برخې مسوول شاکرالله ساپي پژواک ته وويل، پر تورخم دروازې د سبزېو او مېوو ترڅنګ د شوکاڼي د صادراتو کچه هم لوړه شوې ده.

هغه وايي: «شوکاڼی تر نيمه پروسس وروسته هسپانې، کولمبيا، روسيه، ترکيې، ايران، سريلانکا، ازبکستان، هندوستان او پاکستان هېوادونو ته صادرېږي او هلته ډېر ښه بازار او نوم لري. »

په ننګرهار کې د شوکاڼي سوداګر او پانګه‌وال وايي، که حکومت ورته زمينه برابره کړي نو دوی به د شوکاڼي صادراتو لپاره په نورو هېوادونو کې هم بازار پيدا کړي.

د شوکاڼي يو سوداګر عبدالوهاب خوږياڼی وايي، په اوس وخت کې ډېرو نورو هېوادونو هم ورسره ژمنه کړې چې د ننګرهار شوکاڼی به اخلي؛ خو دی وايي چې د بانکي ستونزو له امله دوی ډېرو هېوادونو سره راکړه ورکړه په اسانۍ نه شي ترسره کولای.

د يادونې ده، اوسمهال په ننګرهار کې د شوکاڼي د نيمه پروسس پر لسګونو فابريکو سربېره د استخراج (کېندنې) ګڼ شرکتونه یې هم شته دي چې زرګونه کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

Visits: 221

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.