ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د کانال ریاست عوايد ۲۰ سلنه لوړ شوي

د ننګرهار د کانال ریاست عوايد ۲۰ سلنه لوړ شوي

author avatar
20 Jun 2022 - 16:29
د ننګرهار د کانال ریاست عوايد ۲۰ سلنه لوړ شوي
author avatar
20 Jun 2022 - 16:29

جلال‌اباد (پژواک،  ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار د کانال رييس وايي، د وړم مالي کال په پرتله د دغه رياست په عوايدو کې ۲۰ سلنه زياتوالی راغلی چې یو لامل يې له خصوصي سکټور سره يو ځاى کار کول دي.

مولوي غلام‌رحمن کظيم له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د دغه رياست عوايد ۱۴۶ میليونه افغانۍ و، خو په تېر ۱۴۰۰ مالي کال کې ۱۵۷ ميليونه افغانۍ عواید درلود.

هغه زياته کړه: «خصوصي سکټور ته په کانال کې په سلو کې ۷۰ فيصده موږ ونډه ورکړې، ځکه موږ سره امکانات کم دي، پوره خدمات نه شو وړاندې کولای، د خصوصي سکټور د فعاليت له وجې زرګونه هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شوې او زموږ عوايد هم ورسره زيات شوي دي.»

د مولوي کظيم په وينا، د کانال رياست زرګونه جريبه ځمکه چې پخوا ترې هېڅ ګټه نه اخېستل کېده، اوس خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکړل شوي چې د مېوو باغونه يې پکې جوړ کړي دي.

د کانال رييس وايي، پر دې سربېره يې د خپلې ادارې له شته امکاناتو په ګټې اخېستو د زيتونو، ستروسو او خرما باغونو ته هم پاملرنه زياته کړې چې ورسره حاصلات ډېر شوي او ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي.

نوموړي د ننګرهار کانال ادارې د زيتونو باغونو د حاصلاتو په اړه وويل، زياتې خوارۍ، کار او پر وخت د سرو او درملو ورکړې سره د زيتونو حاصلاتو کې هم د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

دی وايي: «تېر کې د زيتونو د تېلو توليد ۴۴زره ليټره و، سږ کال موږ ډېره خواري کړې چې حاصلات ډېر شي، نو له امله يې د زيتونو د تېلو توليد کچه ۱۲۱زره ليټرو ته پورته شوې ده او پر دې سربېره مو په ۳۰۰ جريبه ځمکه د زيتونو نوي باغونه هم جوړ کړي دي.»

د کانال رييس وويل، دا چې ورځ تر بلې د زيتونو حاصلات زیاتېږي نو هڅې یې پيل کړي چې د زيتونو د پروسس فابريکه هم په معياري ډول بېرته فعاله کړي.

د ننګرهار کانال رييس غلام‌رحمن کظيم له پژواک سره د دغې مرکې پرمهال د سترسو د باغونو په تړاو هم خبرې وکړې او يادونه يې وکړه چې سږ کال لږ تر لږه پر ۹زره جريبه ځمکه د مالټو نوي باغونه جوړ شوي دي.

دغه‌راز، ده وويل چې د سترسو او زيتونو پر باغونو سربېره د ننګرهار کانال رياست تر چتر لاندې پر ۴۰ جريبه ځمکه د خرما بڼ هم شته دى چې سږ کال يې حاصلات له ۶ څخه ۱۵ ټنو ته لوړ شوي دي.

د کانال رييس وايي، روان کال يې پر ۲۵ جريبه ځمکه د خرما يو بل بڼ هم جوړ کړی چې راتلونکو څو کلونو کې به حاصل ته ورسېږي.

د کانال رياست د مسوولينو په وينا، اوس هم د ايټاليا هېواد په بازارونو کې د ننګرهار زيتونو تېل او اچار ځانګړی شهرت لري؛ خو هڅه کېږي چې نورو هېوادونو کې ورته هم بازار وموندل شي.

د ننګرهار د زيتونو د تولید او پروسس فابريکه په ۱۳۶۲ لمریز کال کې د پخواني شوروي اتحاد په تخنيکي همکارۍ جوړه شوې ده.

دغې فابريکې د پيل پر مهال ۱۰۵۰ کارکوونکي درلودل؛ خو اوس دغه کچه يوازې ۶۰ کسانو ته راټيټه شوې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.