ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لیکوال او شاعر سلطان‌جان کلیوال د ادبي او فرهنګي هڅو ستاینغونډه وشوه

د لیکوال او شاعر سلطان‌جان کلیوال د ادبي او فرهنګي هڅو ستاینغونډه وشوه

author avatar
23 Jun 2022 - 03:06
د لیکوال او شاعر سلطان‌جان کلیوال د ادبي او فرهنګي هڅو ستاینغونډه وشوه
author avatar
23 Jun 2022 - 03:06

ټورنټو (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نیټه ۱۴۰۱): پیوستون ټولنې د لیکوال، شاعر او شنونکي انجنیر سلطان‌جان کلیوال ستاینغونډه د کاناډا په تورنټو ښار کې جوړه کړه .

د پيوستون ټولنې مشر حاجي شریف مومن په خپله پرانیستونکې وینا کې وويل چې افغانان خپل پوهان، لیکوالان او شاعران په ښه توګه نه ستايي خو د پيوستون ټولنه له دې وروسته هڅه کوي چې د ویاړلو شخصیتونو ستاینه د هغوی په ژوند کې وکړي.

هغه وویل: “راځئ له دې وروسته د کلیوال په څېر د ویاړلو شخصیتونو ستاینه او درناوی د دوی په ژوند کې وکړو او دوی ته وښایو چې تاسو د دې ټولنې با ارزښته وګړي یاست او موږ پر تاسو ویاړو.”

غونډې ته استاد محمد معصوم هوتک، استاد باهر فورمولي، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخېل، روښان خادم او نورو ګڼو شاعرانو او لیکوالو د کلیوال پر شخصیت او ادبي ژوند رڼا واچوله.

کلیوال د ۱۳۳۰ لمریز کال د وري په دویمه د ننګرهار د هسکې میني ولسوالۍ د کوټه‌والو په کلي کې زېږېدلی او تر اوسه يې ۱۱ اثار چاپ شوي دي.

سلطان جان کلیوال د کابل د رحمان بابا له عالې لېسې په ۱۳۴۸لمریز کال کې فارغ شوی او له ۱۳۴۹ ــ ۱۳۵۵ د کابل د پولیتخنیک له پوهنتونه یې د لیسانس سند ترلاسه کړی دی.

هغه له ۱۳۵۵ لمریز کال څخه تر ۱۳۷۵ کاله پورې د انجنیر په توګه د کانونو او صنایعو وزارت د کانونو او جیولوجي په ریاست کی په ساحوي او اداري کارو بوخت و او له ۱۳۵۸ ــ ۱۳۵۹ کلونو کې د کابل پولیتخنیک د شپې پوهنځي کې یې د ماسټرۍ سند هم ترلاسه کړی دی.

کلیوال د ۱۹۸۵ ــ ۱۹۸۷ زېږدیز کلونو پر مهال په هندوستان کې د ساحوي عملي مېتودیک تحصیلات په شپږو ځانګړو مرکزونو کې ترسره کړي او په ۱۹۸۸ کال کې په پولنډ هېواد کې د اټومي انرژۍ د تولید په انسټیټوټ کې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې له خوا د سکالرشیپ په اخستلو سره عملي زده کړې د کراکوف ښار کې ترسره کړه.

هغه د ښوونځي له پنځم ټولګي راهیسې په پښتو ژبه کې شعر او له اتم ټولګي نثر لیکي، تر اوسه یې ډېرې لیکنې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر په ورځپاڼو، جریدو، مجلو او ویب پاڼو کې نشر شوې دي.

چاپ شوی اثار یې په لاندې ډول دي:

۱ ــ تغمې، شعری ټولګه، ۱۳۶۹ کال د لیکوالو د انجمن چاپ ــ کابل
۲ ــ دروند کور درنې خبرې، ۱۳۷۸ کال د ننګرهار د فرهنګي ټولني چاپ ــ پېښور
۳ ــ وختونه او غمونه، شعري ټولګه، ۱۳۹۱ کال چاپ
۴ ــ د څپو پر سر، شعري ټولګه، ۱۳۹۱ کال چاپ
۵ ــ زما خاوره زما مينه، شعري ټولګه، ۱۳۹۱ کال چاپ
۶ ــ رازونه او رمزونه، شعري ټولګه، ۱۳۹۱ کال چاپ
۷ ــ د عمر خیام د رباعیاتو پښتو ژباړه، ۱۳۹۱ کال چاپ
۸ ــ د نومیالیو په لړ کې، د شهید زرغون شاه ماما ژوندلیک، ۱۳۹۱ کال چاپ
یادونه: له درېیمې شمارې څخه تر نهمې شمارې پورې اثار د ګودر خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شوی دي.
مســــلــکـــــی لــــیـــکــــنې:
۹ ــ د جیولوجیکي اصطلاحاتو تشریحي قاموس، ۱۳۹۱ کال چاپ
۱۰ د څلورمې دورې د رسوباتو جیولوجیکي څېړنې (د ګستنر چاپ) د کانونو او جیولوجي اداره.
۱۱ــ د هوایي عکسونو تعبیر او تفسیر (د ګستنر چاپ)، یاده اداره
چاپ ته تیار اثار:
۱ ــ پښتو ــ دري ــ انګلیسي ډکشینري
۲ ــ د کلچر له مخې انسان پېژندنه
۳ ــ اخلاقي ارزښتونه

Visits: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.