ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ۱۲ نابینا غړو درلودونکې یوه کورنۍ له کړاوه ډک د بېوزلۍ ژوند لري

غزني کې د ۱۲ نابینا غړو درلودونکې یوه کورنۍ له کړاوه ډک د بېوزلۍ ژوند لري

غزني (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د غزني د مرکز اړوند په پښتون‌اباد سیمه کې یوه ۱۶ کسیزه کورنۍ – چې له درېیو ماشومانو او یوې مېرمنې پرته یې نور ټول غړي نابینایان دي – له ستونزو او کړاوه ډک ژوند تېروي.

دغه کورنۍ په اصل کې د یاد ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ اوسېدونکې ده چې د اقتصادي ستونزو له امله غزني ښار ته راکډه شوې؛ خو دې چارې هم د دوی په بد اقتصادي وضعیت کې ښه‌والی نه دی راوستلی.

د دغې کورنۍ مشر مومن‌خان پژواک خبري اژانس ته وویل، په کور کې ورسره د خپلې مېرمنې او اولادونو ترڅنګ دوې خویندې او د هغوی سر او نیم سر اولادونه هم ژوند کوي.

هغه زیاته کړه، د ده له مېرمنې او درېیو ماشومانو پرته چې اوسمهال یې سترګې روغې دي، نور ټول د سترګو له لیده بې‌برخې دي.

خو د هغه اندېښنه دا ده چې د وخت په تېرېدو ښايي هغوی هم د دوی په څېر شي؛ ځکه په لومړیو کې دوی هم روغ وو، خو وروسته چې یې عمرونه ۸ یا ۹ کلنۍ ته رسېدل نو د سترګو لید یې له لاسه ورکړ.

نوموړي وویل، په دې حساب ویلای شي چې په ټوله ۱۶ کسیزه کورنۍ کې یې یوازې مېرمن بینا ده او نور ټول نابینایان دي.

هغه زیاته کړه، له یوې خوا د ده په ګډون د کورنۍ ټول غړي د لیدلو له نعمته بې‌برخې دي او له بلې خوا یې اقتصادي وضعیت دومره خراب دی چې ان د استوګنې لپاره سرپناه هم نه لري.

د هغه په خبره، د نابینايۍ ناروغي له مور او پلاره په میراث ور پاتې ده، ځکه والدین یې هم په ورته ناروغۍ اخته وو.

دی وايي: «زه او د کورنۍ غړي مې ډېرو ډاکټرانو ته تللي یو، خو تر اوسه مو درملنه نه ده شوې؛ د اقتصادي ستونزو له امله دومره توان نه لرم چې زه او د کورنۍ غړي مې د درملنې لپاره بهر ته لاړ شو.»

مومن خان زیاتوي، د نابینايي ستونزې سره سره یې د ژوند بوج ته اوږه ورکړې، په یوه دولتي ښوونځي کې د ملازم په توګه کار کوي او له دې لارې ټولې ۱۶ کسیزې کورنۍ ته نفقه برابروي.

خو د ده په خبره، د ملازمۍ ډېر کم معاش یې د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

هغه وویل: «پر ما عمر تېر دی، خو زه مې د خپلو نابینا لوڼو راتلونکې ته اندېښمن یم، اوس یې هم ژوند ښه نه دی، حیران یم چې راتلونکی ژوند به یې څنګه وي؟»

د مومن خان دوې خویندې جمیله او پېکۍ چې هم دوی او هم یې اولادونه نابینایان دي، وايي چې د نابینايي له امله ډېر کړاوونه ګالي او تقدیر د خپل نابینا ورور په غاړه کې ور اچولې دي.

جمیلې پژواک خبري اژانس ته وویل: «ما او خور مې خپل خاوندان په تېرو جګړو کې له لاسه ورکړي دي، دواړه بې سرپرسته یو، اوس د خپل نابینا ورور په اسره ناستې یو، په ژوند کې مو ډېرې ستونزې ګاللې دي او لا یې هم ګالو.»

دا او خور یې چې له خپل ورور سره یو ځای په دوو خونو لرونکي خام کور کې اوسېږي وايي، دا کور یې د میاشتې په درې زره افغانۍ په کرایه نیولی او د خپل دردمن ژوند شپې او ورځې پکې تېروي.

د نوموړې په خبره، که دوی نابینا نه وای نو ژوند به یې داسې سخت نه و، خو اوس د بل مرستې ته اړ دي.

دیارلس کلن رحیم‌الله د یادې کورنۍ بل نابینا ماشوم دی چې وايي، په ټول کور کې دی روغ و خو درې کاله مخکې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه وشوه او له نا معلوم لوري د هاوان مرمۍ د دوی پر کور ولګېده او دی نه یوازې سخت ټپي شو، بلکې خپلې سترګې یې هم وبایللې.

دغه ماشوم او د دې کورنۍ نور غړي له حکومت او خیریه بنسټونو غواړي چې د دوی لاسنیوی وکړي او د سترګو په درملنه کې مرسته ورسره وکړي.

د غزني د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي محمد‌حنیف ابو خالد وايي، یادې شوې کورنۍ تر اوسه ورته مراجعه نه ده کړې، خو دوی به یې په دغه ریاست کې ثبت کړي او مرسته به ورسره وکړي.

هغه زیاته کړه، دوی ژمن دي چې له ټولو معلولینو سره به مرسته کوي، که ارثي وي او یا په جنګ کې معلول شوي وي.

دی وايي، په هېواد کې د زرګونو معلولینو شتون لویه ننګونه ده چې یوه اداره په یوازې ځان رسېدنه نه شي ورته کولای؛ مهمه ده چې د نورو ملي او نړۍوالو ادارو ترڅنګ په خپله خلک هم د معلولینو ملاتړ او لاسنیوی خپله انساني وجیبه وګڼي.

د روغتیايي چارو پوهان وايي، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی، د زړه ناروغي، شکر، لوړ فشار، د سترګو میکروبي کېدل، د سترګو په درملنه کې ځنډ او په ځینو مواردو کې د نږدې خپلوانو ترمنځ ودونه او ارثیت هغه عوامل دي چې له امله یې ځیني وګړي د سترګو لید له لاسه ورکوي.

د یادونې ده، دا مهال په غزني کې د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست سره له ارثي معلولینو پرته یوازې د جګړې ۲۳ زره معلولین ثبت او راجستر دي.

Views: 275

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.