Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نن سهار یوې زلزلې د بدخشان ولایت ولړزاوه

فیض‌­اباد: (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۱): په بدخشان ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د ریختر په کچه ۴،۸ درجې زلزلې دغه ولایت ولړزاوه.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا ۹ بجې یوې زلزلې دغه ولایت ولړزاوه چې مرکز یې جرم ولسوالي ښودل شوی دی.

هغه وايي چې د راپورونو له مخې، دغه زلزله د ریختر په کچه ۴،۸ درجې وه چې تر اوسه له امله یې د مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د چنګاښ په لومړۍ هم یوې زلزلې د هېواد ځيني ولایتونه ولړزول؛ خو ډېر زیانونه یې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې واړول.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې له امله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او تر ۳۵۰۰ پورې نور ټپیان شوي دي. د راپورونو پر بنسټ، په دغه زلزله کې ۴۵۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.