ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د کشمیر ایالت د افغانستان زلزله ځپلو سره د ۱۰۰ میلیونه کلدارو مرسته وکړه

د پاکستان د کشمیر ایالت د افغانستان زلزله ځپلو سره د ۱۰۰ میلیونه کلدارو مرسته وکړه

author avatar
30 Jun 2022 - 00:20
د پاکستان د کشمیر ایالت د افغانستان زلزله ځپلو سره د ۱۰۰ میلیونه کلدارو مرسته وکړه
author avatar
30 Jun 2022 - 00:20

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۱) : د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر لومړي وزیر په افغانستان کې زلزله ځپلو سره د ۱۰۰ میلیونه کلدارو د مرستې اعلان کړی دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لخوا د چنګاښ په ۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کشمیر لومړي وزیر سردار تنوير الياس خان په افغانستان كې د زلزله ځپلو لپاره د ۱۰۰ میلیونه روپیو د مرستې اعلان وکړ.

سرچینې زیاته کړې، د دغه مرستې په ترڅ کې د یاد ایالت د کابینې او نورو ادارو لوړپوړو چارواکو هم د مرستې په توګه خپله د یوې میاشتې تنخوا له اعلان شوي کڅوړې سره یو ځای کړې.

الیاس خان په یوه ویډیويې پیغام کې په هېواد کې د وروستي زلزلې او غمیزې په اړه ویلي: ((د پاکستان ټول ملت په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله پر ځاني او مالي زیانونو غمژن دی. پاکستان به د زلزله ځپلو سيمو په بیارغاونه کې خپله ونډه د یو ګاونډي او ورور هېواد په توګه ادا کړي.))

نوموړۍ زیاتوي چې داعلان شوي مرستو د لیږلو کړنلاره به د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او اړوندو ادارو سره په مشوره جوړه کړې.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم د پاکستان حکومت او ځینو ټولنو د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرستې کړې دي.

Visits: 63

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.