بادغیس (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د بادغیس کووېډ-۱۹ روغتون چې په هېواد کې له سیاسي بدلون راهیسې غېرفعال و، له شاوخوا لس میاشتني ځنډ وروسته یې د یوې بهرنۍ موسسې په مالي ملاتړ بېرته فعالیت پیل کړ؛ د دغه ولایت اوسېدونکي د یاد روغتون له بېرته فعالېدو هرکلی کوي.
دغه روغتون چې په هېواد کې د تېر ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له سیاسي بدلون وروسته د بودجې نشتوالي له امله تړل شوی و، نن یې بېرته فعالیت پیل کړ.
د بادغیس د عامې ورغتیا رییس مولوي محمداصف قانت وایي، دغه روغتون ۲۰ بستره او ۵۰ کارکوونکي لري چې د (MMRCA) دفتر په مالي ملاتړ یې بېرته فعالیت پیل کړی دی.
قانت له خلکو وغوښتل چې روغتیایي ټکو ته پاملرنه وکړي او په بدن کې د کرونا د نښو حس کولو سره سملاسي د کوویډ-۱۹ روغتون ته مراجعه وکړي.
د دغه روغتون له بیا فعالېدو د باغیس د خلکو هرکلی
د بادغيس يوه اوسېدونکي عبدالحکيم د دغه روغتون د فعاليت پر پيلېدو خوښي وښوده او ويې ويل، د یاد روغتون په بېرته فعالېدو سره به پر دې ناروغۍ د اخته کسانو ستونزې هوارې شي.
د عبدالحکيم په خبره، خلک نه شي کولاى چې په شخصي روغتونونو کې د کرونا د درملنې پيسې ورکړي او د دغه روغتون په بيا پرانيستلو سره به ورسره مرسته وشي.
د بادغيس بل اوسېدونکى محمد داوود د دغه روغتون په بېرته فعالېدو پر خوښۍ څرګندولو سربېره وایي، خلک بايد دغه ناروغي جدي ونيسي او روغتيايي لارښوونو ته په پامنیوي سره خپلې روغتيا ته متوجه اووسي.
د کرونا د مثبتو پېښو ډېرېدو په اړه اندېښنه
په ورته مهال، په دغه روغتون کې د کووېډ-۱۹ څانګې مسوول ډاکتر فریدالله نصرت وايي، په بادغیس کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ډېرې شوې او د دغه روغتون په بېرته فعالېدو سره ډېر کرونایي ناروغان د درمنلې لپاره مراجعه کوي.
هغه له خلکو غواړي چې روغتيايي سپارښتنو ته پام وکړي او د ټولنيز واټن په ساتلو سره دې د دې ناروغۍ له خپرېدو مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري نظام له پرځېدو او د «اسلامي امارت» له راتلو سره د اقتصادي ستونزو او بودجې نشتوالی له امله په هېواد کې د کرونا د درملنې ډېری مرکزونه تړل شوي او له فعالیته پاتې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن