ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسلمانان نن د حج ستر رکن (وقوف عرفات) ادا کوي

مسلمانان نن د حج ستر رکن (وقوف عرفات) ادا کوي

author avatar
8 Jul 2022 - 04:29
مسلمانان نن د حج ستر رکن (وقوف عرفات) ادا کوي
author avatar
8 Jul 2022 - 04:29

اتلانتا (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱): په سعودي عربستان کې د اسلام د پنځم رکن (حج) مناسک پیل شوي او مسلمانان به نن د «وقوف عرفات» ستره فریضه ادا کوي.

دا په ۲۰۱۹ کال کې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته لومړی ځل دی چې د سعودي عرب چارواکو خلکو ته د حج کولو اجازه ورکړې ده؛ له دې مخکې په تېرو دوو کلونو کې د سفري محدودیتونو له کبله د حج په مراسمو کې د خلکو شمېر محدود شوی و.

د سعودي د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ  کال له بهرنیو هېوادونو شاوخوا یو میلیون کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه ورغلي دي. دا په داسې حال کې چې پخوا دوه میلیون خلک تلل.

د سعودي د حج کمېټې د معلوماتو له مخې، پرون د ذي‌الحجې په اتمه د حج مراسم په رسمي ډول پیل شول او سلګونه زره زایرینو ځانونه د مکې مکرمې منی سیمې ته ورسول.

سرچینې زیاته کړې چې زایرینو هلته شپه تيره کړه او سهار وخته د عرفات میدان او غونډۍ پر لور وخوځېدل او تر غرمې مخکې پورې به ټول هلته ورسېږي.

مسلمانان به هلته د جمعې او ورپسې به د مازدیګر لمونځونه ادا کوي او له لمر لوېدو سره سم به د مزدلفې پر لور روانیږي؛ هلته به د ماښام او ماخوستن لمونځ ګډ کوي او د سهار له لمانځه وروسته به د منی پر لور چېرې چې شیطانان ویشتل کېږي، ولاړ شي.

د اختر په لومړۍ ورځ د شیطانانو له ویشتلو وروسته به حاجیان ویښته لنډوي، قرباني به کوي او بیا به حرم شریف ته د طواف لپاره ځي او له دې سره به د حج مهم مناسک ترسره شي.

خو حاجیان به درې ورځې به منی کې وي او هره ورځ به شیطانان وولي.

له افغانستانه هم سږ کال ۱۳۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته تللي دي.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نشراتو رییس او ویاند فضل محمد حسیني چې پخپله په منی کې و، پژواک اژانس ته د ټیلېفون په لیکه وویل چې د ذی الحجې په اتمه ټول افغان زایرین منی ته ورسېدل او پخپلو ټاکل شوو سیمو کې ځای پر ځای او نن سهار وخته د عرفات میدان پر لور وخوځېدل، چېرته چې د حج ستر رکن وقوف عرفه ترسره کېږي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان د حج وزارت او سعودي حکومت له خوا هر ډول امنیتي او لوجستیکي پروګرامونه نیول شوي دي.

د افغانستان د ارشاد حچ او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب له منی څخه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې له مکې او مدینې منورې ټول افغان زایرین منی ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړې چې د ټرانسپورټ، خوړو او نورو برخو کې هیڅ ستونزه نشته او ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

 

Visits: 243

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.