پلخمري (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د بغلان – سمنګان پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله اته کسان مړه او لس نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي د چنګاښ په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ناوخته د پلخمري – سمنګان پر لویه لار يو ٥٨٠ مسافر وړونکي موټر له يوه ټېلري موټر سره ټکر کړى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې اته کسان مړه او لس نور تپيان شوي دي.
دغه راز د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ پژواک ته وويل چې له يادې پېښې ١١ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
دى وايي چې يوه ټپي د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د ملنګ په وينا، په ټپيانو يوه ښځه او پاتې نور سړي دي چې د ټولو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
د يادونې ده، تېره ورځ هم د دغه ولايت په کېلهګي سيمه کې ترافيکي پېښه شوې وه چې له امله يې څلور کسان ټپيان شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP