ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله ١٨ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله ١٨ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
16 Jul 2022 - 11:17
بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله ١٨ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
16 Jul 2022 - 11:17

پلخمري (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د بغلان – سمنګان پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله اته کسان مړه او لس نور ټپيان شوي دي.

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي د چنګاښ په  ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ناوخته د پلخمري – سمنګان پر لویه لار يو ٥٨٠ مسافر وړونکي موټر له يوه ټېلري موټر سره ټکر کړى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې اته کسان مړه او لس نور تپيان شوي دي.

دغه راز د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ پژواک ته وويل چې له يادې پېښې ١١ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

دى وايي چې يوه ټپي د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ملنګ په وينا، په ټپيانو يوه ښځه او پاتې نور سړي دي چې د ټولو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د يادونې ده، تېره ورځ هم د دغه ولايت په کېله‌ګي سيمه کې ترافيکي پېښه شوې وه چې له امله يې څلور کسان ټپيان شوي وو.

Visits: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.