کابل، د جولای ۱۸مه ۲۰۲۲
د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ د اتصالات مخابراتي شرکت په اصلي ملاتړ (ټایټل سپانسر) سره پیل او لومړنۍ لوبه د کابل بازانو او صافي برادرز بند امیر ترمینځ ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې شپږیزه کرکټ لیګ کلنۍ ۲۰ اوریزې لوبې دي، چې اته لوبډلې لوبیږي او ټولې ۳۲ لوبې به ترسره کیږي او د اګست تر ۵مې نیټې به دوام مومي.
کرکټ د افغانانو د خوښې لوبه ده، او ددې لامل په نړیواله کچه ددې لوبې بریا او په د کرکټ په نړیوالو لیګونو کې د افغان کرکټ لوبغاړو لوبیدل دي.
د افغانستان کرکټ په ډیر لنډه موډه کې ډیر لوی بریالۍ سفر وهلی دی، او اوسمهال د نړۍ وتلو لوبډلو کې ګڼل کیږي باید وویل شي، چې د کرکټ په وده او پرمختګ کې اتصالات ځانګړی رول لري، اتصالات د کرکټ د ودې پرمهال د کرکټ بورډ رسمي مالي ملاتړ کوونکي وو.
اتصالات تل هڅه کوي، چې افغانانو ته د ژوند په هره برخه کې کار وکړي، او د افغانانو پرمختګ ته ژمنه مخابراتي شبکه ده.
باید وویل شي، چې اتصالات د اسلامي فرهنګ دودولو، ټولنیزو او ورته نورو چارو په ترسره کې بې ساری ګامونه پورته کړي، چې ښه بیلګه یې د قرآن پاک کلنۍ سیالۍ دي او همدارنګه د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو سره د دوی مالي مرسته ده.
اتصالات سږکال هم د شپږیزې کرکټ لیګ رسمي یا اصلي ملاتړی دی.
Views: 47
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP