ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طب پوهان: د هپارین درمل کرونا له منځه نه وړي، خو له خطرونو یې مخنیوی کوي

طب پوهان: د هپارین درمل کرونا له منځه نه وړي، خو له خطرونو یې مخنیوی کوي

author avatar
19 Jul 2022 - 17:38
طب پوهان: د هپارین درمل کرونا له منځه نه وړي، خو له خطرونو یې مخنیوی کوي
author avatar
19 Jul 2022 - 17:38

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۱): ځيني طب پوهان په دې اړه خپاره شوي مطالب چې هپارین له کوم خطر پرته د کوویډ-۱۹ په درملنه کې د استفادې وړ دي، تاییدوي او وايي، دغه درمل خپله کرونا له منځه نه وړي خو له خطرونو یې مخنیوی کوي.

هپارین څه دي او د کومو ناروغیو درملنې لپاره ترې استفاده کېږي؟

هپارین  د وینې د پړن (لخته) کېدو په مخنیوي او درملنه کې کارول کېږي. دغه‌راز په سږو او پښو کې د وینې پړن کېدو (لکه پر فیبریلاسیون اخته ناروغانو) درملنې او مخنیوي او د وینې پړنوالي نښو لرونکو نورو ناروغیو لپاره ترې استفاده کېږي.

شاوخوا دوه کاله مخکې کله چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته میلونونه کسان پرې اخته او له امله یې سلګونه زره مړه شول، د طب پوهان او ډاکټران له یادې ناروغۍ سره د مجادلې لپاره د درملو او واکسینو موندلو په لټه کې شول.

د ټولنیزو پاڼو ځیني کاروونکي بېلابېل خوراکونه او ځيني درمل د کرونا د درملو په توګه معرفي کوي.

شایعات: هپارین د کرونا پر وړاندې ارزانه او مقاوم درمل

د «اقتصاد انلاین» په نامه یوه انټرنټي سایټ د «هپارین د کرونا پر وړاندې ارزانه او مقاوم درمل» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي چې د نوې څېړنې د موندنو له مخې، دغه ارزانه درمل کولی شي چې د کرونا ناروغانو سږې له زیان خوندي او په اغېزناک ډول محدود کړي.

په دغه سایټ کې لیکل شوي دي: «د استرالیا د ملي پوهنتون او د لندن کینګز کالج پوهنتون د څېړونکو د موندنو له مخې، د هپارین په استنشاق کولو درملنې له یوې دورې وروسته د ناروغانو د تنفس او اکیسجن کچه، ۷۰ سلنه ښه کېږي.»

په دغه سایټ کې همداراز راغلي: «هپارین د ویروس ضد، مېکروب ضد او د وینې پړن کېدو ضد چې د کوویډ-۱۹ درملنې پورې اړوند دي، بې ساری درمل دي.»

ایرنا خبري اژانس په یوه خپاره کړي مطلب کې چې «هپارین د کرونا له عفونت سره مقابله کوي» تر عنوان لاندې لیکلي، د اسټرالیا په ملبورن پوهنتون کې د څېړونکو تازه مطالعې ښيي چې هپارین کولای شي چې پر کرونا ویروس له اخته کېدو او خپرېدو مخنیوی وکړي.

په دغه حال کې د «انډپنډیټ فارسي» په نوم یوه بل انټرنټي سایټ د «هغه ارزانه درمل چې د کرونا له امله د سږو زیان محدودوي» تر عنوان لاندې یو مطلب  کې لیکلي: «هپارین ارزانه او د لاسرسي وړ درمل دي چې د ویروس ضد، میکروب ضد او د ویني لخته کېدو ضد ځانګړنې لري.»

د نویو څېړنو د موندنو له مخې، ارزانه درمل کولی شي چې د کووېډ ناروغانو د سږو زیان په خوندي او اغیزناک ډول محدود کړي.

د دغې څېړنې له مخې، هپارین چې ارزانه او پریمانه د لاسرسي وړ درمل دي، له کوم خطر پرته د کوویډ-۱۹ په درملنه کې د استفادې وړ دي او پر سختو میکروبو اخته ناروغانو درملنې انتخاب پیاوړی کوي.

د کرونا د خپرېدو په لومړیو کې د هپارین د پلور کچه ډېره او  بیه یې دوه برابره لوړه شوې وه.

په کابل ښار کې د پروان هوټل یوه درمل پلورونکي صبور افضلي پژواک ته وویل، د کرونا له خپرېدو وروسته د هپارین امپولونو پلور – چې د وینې د پړن کېدو مخه نیسي – ډېر شوی و او بیه یې هم دوه برابره لوړه شوې وه.

هغه وایي: «هغه مهال چې کرونا نوې خپره شوې وه، د هپارین د یوه امپول بیه تر ۳۸۰ او ان ۴۰۰ افغانیو رسېدلې وه، فعلا هغومره خرڅلاو نه لري او بیه یې هم نیمایي ته راښکته شوې ده.»

د طب کارپوهان: هپارین کرونا له منځه نه وړي

په افغان – جاپان روغتون کې د کیفیت د کنټرول مسوول او د کووېډ- ۱۹ ټرینر ډاکټر حشمت‌الله فیضي پژواک ته وویل، له هپارین درملو پر کرونا اخته ناروغانو درملنې لپاره استفاده کېږي؛ ځکه دغه درمل د وینې نرۍ کېدو لپاره دي.

د نوموړي په خبره، د کرونا ناروغۍ یو عمده خطر دا دی چې وینه ټينګوي او د زړه د حملو خطر ډېروي، خو دغه درمل د داسې حملو خطرات را کموي.

هغه زیاته کړه: «خلاصه ویلی شو چې دغه درمل (هپارین) خپله کرونا له منځه نه وړي، خو د کوویډ-۱۹ د خطراتو مخه نیسي، خو که دوز یې لوړ شي، د خون‌رېزۍ لامل کېږي چې د هغې کنټرول ډېر سخت دی.»

هغه له خلکو غواړي چې د روغتیا نړۍوال سازمان او د عامې روغتیا وزارت له خوا وړاندې شوې لارښوونې تعقیب کړي او جدي یې وګڼي.

په دغه حال کې، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان هم د ډاکټر فیضي د خبرو په تایید وویل، هپارین د کرونا ناروغانو لپاره کارول کېږي، څو د دغې ناروغۍ خطرونه کم کړي.

نوموړي زیاته کړه، دغه درمل په هغه صورت کې خطرناک وي چې لابراتواري معاینو ته له پام پرته په ډېره اندازه تطبیق شي؛ ځکه چې د خون رېزۍ لامل کیږي.

هغه له خلکوغواړي چې په ځان کې د کرونا نښو د لیدو په صورت کې عاجل روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي، څو لومړی معاینه شي چې ایا کرونا یې مثبته ده یا نه؟

دغه‌راز، نوموړي خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د ډاکټر له مشورې پرته دې د هپارین درمل نه کاروي.

ډاکټر شرافت هم وویل، هپارین کرونا په بشپړ ډول له منځه نه وړي، بلکې د هغې خطرات را کموي.

هغه په یوه پیغام کې له خلکو وغوښتل چې کرونا دې جدي ونیسي او خپله حفظ الصحه دې مراعت کړي، څو پر کرونا له اخته کېدو خوندي پاتې شي.

Visits: 114

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.