ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د الینګار د څلورو کلیو اوسېدونکي د سیند پر سر د کېبلي پول د جوړېدو غوښتنه کوي

د الینګار د څلورو کلیو اوسېدونکي د سیند پر سر د کېبلي پول د جوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
20 Jul 2022 - 18:36
د الینګار د څلورو کلیو اوسېدونکي د سیند پر سر د کېبلي پول د جوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
20 Jul 2022 - 18:36

مهترلام (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱) : د لغمان د الینګار ولسوالۍ د څلورو کليو اوسېدونکي په خپله سیمه کې د سیند پر سر د پله له نشتوالي سر ټکوي او هلته د کېبلي پول د جوړېدو غوښتنه کوي.

په دغو کليو کې «کوټلي»، «ولیچ»، »بدرسوټکه» او «بابا قلعه» شامل دي چې سلګونه کورنۍ په کې ژوند کوي.

د کوټلي کلي اوسېدونکی مولوي رحیم الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ په تېر نظام کې د لغمان د کلیو پراختیا ریاست په همکارۍ تر وزارته د پله د جوړولو لومړني کارونه ورسول، خو په وزارت کې د رشوت د نه ورکولو په پایله کې کارونه نیمه کې پاتې شول.»

د نوموړي په وینا، دوی شاوخوا زر کورنۍ کابو دوه کیلومتره تر «دړېن» او دوه کیلومتره تر «نلیار» پله پورې پیاده مزل کوي چې کله ناکله له غلو سره هم مخامخ کېږي.

د ولیچ سیمې قومي مشر معلم علي محمد پژواک ته وویل، دوی په خپل کلي کې د غم او ښادۍ پرمهال د پله د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ده زياته کړه، دوی په خپله سیمه کې د پله د جوړېدو ارمانجن دي؛ حکومت دې په دې برخه کې د دوی دغه مشروع ارمان پوره کړي.

د الینګار ولسوال قاري زاهدالله  فاتح د يادو څلورو کلیو د اوسېدونکو د پله نشتوالی جدي ستونزه ګڼي او له لوړو مقاماتو غواړي چې پر وخت د خلکو مشکلاتو ته رسېدنه وکړي.

دی زياتوي، دوی په وار وار د یادو کلیو ستونزې ولایتي ادارې سره شریکې کړې دي.

د لغمان د کلیو پراختیا رئیس مولوي محمد ظاهر زرکمر پژواک ته وویل، دوی د کوټلي په سیمه کې د کېبلي پل د جوړولو په خاطر اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کې به یې سروې ترسره شي.

د ده په خبره، د لغمان ولایتي اداره تل هڅه کوي چې خپلو ولسونو ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي.

Views: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.