منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۱ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نن د تېرې شنبې په پرتله د نفتي موادو بیو کې له ۴،۶ سلنې ډېر کموالی راغلی

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۰۶ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱ زمری ۱۴۰۱): په کابل کې نن د تېرې شنبې په پرتله، د نفتي موادو، سرو زرو او مالیزیايي غوړیو بيې لوېدلې دي، خو د هندۍ بورې او قزاقي اوړو بیه لوړه شوې ده.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لیتر پترولو بیه له ۹۵ څخه ۹۱ افغانیو ته او د یو لیتر ډیزلو بیه له ۱۲۷ څخه ۱۱۷ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

خو د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یوه ګاز پلورونکي محمدشریف وویل چې نن هم د تېرې شنبې په څېر یو کیلو اوبلن ګاز په ۷۶ افغانیو پلوري.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو اونیو کې د نفتي توکو بيې د پام وړ زیاتوالي په حال کې وې.

د یادونې ده، د نفتي موادو بيې په داسې حال کې لویدلې چې نن د ماليې وزارت له ایران څخه د ۳۵۰زره ټنه نفتي توکو واردولو د هوکړه لیک  د لاسلیکېدو خبر ورکړ.

په لومړنیو غذايي موادو کې د مالیزیايي غوړیو بیې ټیټې شوې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې عمده پلور بیه له ۳۳۰۰ څخه ۳۴۰۰ افغانیو ته او د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو بیه له ۲۵۰۰ څخه ۲۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، نن د تېرې شنبې په پرتله د مالیزیايي ۱۶ لیتره غوړیو بیه له ۲۶۰۰ څخه ۲۵۰۰ افغانیو ته راکمه شوې ده.

خو نوموړی وایي، نن هم لکه تېره اونۍ د ۲۴،۵ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سیله وریجو عمده پلور بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۳۵۰ افغانۍ وې.

د ځینو موادو پرچون پلور بیه له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې لږ او په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي موادو یو پرچون پلورونکی حامد صوفي زاده وايي، نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون پلور بیه ۲۶۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سیله وریجې ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره ۳۴۵۰ افغانۍ، ۱۶لیتره مالیزیايي غوړي ۲۵۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۵۰ افغانۍ دي.

د سرو زرو بیې ټیټې شوې دي

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد