Language

جلال‌اباد کې د غوايي غوښې پر پلور بنديز ولګېد

جلال‌اباد (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د څارويو په پوستکي کې د ناروغۍ له امله د غوايي غوښې پر خرڅلاو بنديز ولګول شو.

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، له نن څخه وروسته قصابان نه شي کولای چې د غوايي غوښه خرڅه کړي او که څوک سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

بلخوا د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست هم په دغه ولايت کې د څارويو په پوست کې د پیدا شوې يو ډول ويروسي ناروغۍ له امله اندېښمن دي او وايي، ځينو ولسواليو کې يې يو شمېر څاروي له منځه وړي دي.

د جلال اباد ښاروالۍ وياند بختي‌جان مراد پژواک اژانس ته وويل، د ښاروالۍ له لوري پرون پرېکړه شوې چې تر امر ثاني پورې به په ښار کې د غوايي غوښه په هيڅ یوه قصابۍ کې نه پلورل کېږي.

login or register a new account.