جلالاباد (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د څارويو په پوستکي کې د ناروغۍ له امله د غوايي غوښې پر خرڅلاو بنديز ولګول شو.
د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، له نن څخه وروسته قصابان نه شي کولای چې د غوايي غوښه خرڅه کړي او که څوک سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.
بلخوا د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست هم په دغه ولايت کې د څارويو په پوست کې د پیدا شوې يو ډول ويروسي ناروغۍ له امله اندېښمن دي او وايي، ځينو ولسواليو کې يې يو شمېر څاروي له منځه وړي دي.
د جلال اباد ښاروالۍ وياند بختيجان مراد پژواک اژانس ته وويل، د ښاروالۍ له لوري پرون پرېکړه شوې چې تر امر ثاني پورې به په ښار کې د غوايي غوښه په هيڅ یوه قصابۍ کې نه پلورل کېږي.
هغه زياته کړه: «دا پرېکړه مو ځکه وکړه چې په ننګرهار کې په څارويو کې د پوستکي يو ډول ناروغي رامنځته شوې چې ډېر څاروي يې له منځه وړي او انسان ته هم سرايت کولای شي نو په دې خاطر څو چې دغه ناروغي کنټرول شوې نه وي، هيڅوک د غوايي غوښه بايد خرڅه نه کړي.»
هغه له ښاريانو غواړي چې د غويي غوښې له اخیستو او خوړو ډډه وکړي او که هر څوک سرغړونه وکړي، له ښاروالۍ سره دې د سرغړوونکو په نيولو کې همکاري وکړي.
بلخوا د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست د څارويو د روغتيا برخې امر محمد ضمير بهسودي پژواک ته وويل: «دا ناروغي د غواګانو د پوستکي يو ډول ویروسي ناروغي ده چې په حیواناتو کې د تبې او پر پوستکي د دانو راختلو لامل کېږي، خو پر دې ناروغۍ د اخته څارویو د مړینې کچه کمه ده.»
هغه وايي، دوی له یو شمېر غواګانو نمونې اخیستې او د ناروغۍ د تشخیص په موخه يې مرکز ته استولې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په يو شمېر ولسواليو کې ځيني څاروي د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولين وایي، دا ناروغي له ګاونډي هېواد پاکستانه افغانستان ته راغلې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ننګرهار په ګڼو سیمو کې زیات شمېر غواګانې پر دې ناروغۍ اخته شوې چې دوی يې د درملنې هڅه کوي.
مالداران هم شکایت کوي چې له څه مودې راهیسې یې په څارویو کې د یادې ناروغۍ نښې نښنانې لیدل کېږي.
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یو مالدار ریاض احمد د کرنې له ریاسته د یادې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د درملو غوښتنه وکړه.
له دې مخکې د خوست یو شمېر مالدارانو پژواک ته ويلي وو چې دغه ناروغي يواځې په غواګانو کې پيدا کېږي او له څو ورځو وروسته غوا له منځه وړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










