ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا برادر: د خلکو اقتصادي ستونزو هواري لپاره مو جدي هڅې روانې کړې دي

ملا برادر: د خلکو اقتصادي ستونزو هواري لپاره مو جدي هڅې روانې کړې دي

author avatar
27 Jul 2022 - 12:39
ملا برادر: د خلکو اقتصادي ستونزو هواري لپاره مو جدي هڅې روانې کړې دي
author avatar
27 Jul 2022 - 12:39

ترينکوټ (پژواک، ٥ زمرى ١٤٠١): د رييس‌الوزرا لومړى مرستيال وايي چې دا مهال افغانان له بد اقتصادي وضعيت سره مخ دي خو جدي هڅې روانې دي څو دغه ستونزه هواره شي.

دغه څرګندونې د اسلامي امارت د ریيس‌الوزار لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند اروزګان ولايت ته د سفر پر مهال يوې لويې ولسي غونډې ته وکړې.

هغه وويل چې افغانان دا مهال له بد اقتصادي حالت سره مخ دي خو هڅې روانې دي چې د راوتلو لپاره یې لازمې لارې چارې ولټول شي.

نوموړي وویل، د اقتصادي حالت د ښه کېدو برخه کې د خلکو همکاري خورا اړینه ده او له پانګوالو يې هم وغوښتل چې په هېواد کې دننه پانګونه وکړي څو خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

برادر وايي چې خلکو له اسلامي امارته په شل کلنه مبارزه کې کلک ملاتړ کړى او اوس حکومت ته په کار ده د هغوی هیلې پوره کړي.

د رییس‌الوزار لومړي مرستيال پر خپلو کسانو ټينګار وکړ چې د خپلو امرینو اطاعت وکړي او د تېرو کلونو په څېر خپلو مسوولیتونو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې چې ملا عبدالغني برادر نن د هلمند د کجکي برېښنا بند د پرانيستې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

Views: 303

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.