ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان وردګو کې د موټر چپه کېدو له امله ۵ کسان ژوبل شوي

میدان وردګو کې د موټر چپه کېدو له امله ۵ کسان ژوبل شوي

author avatar
30 Jul 2022 - 17:52
میدان وردګو کې د موټر چپه کېدو له امله ۵ کسان ژوبل شوي
author avatar
30 Jul 2022 - 17:52

میدان‌ښار (پژواک، ۸ زمری۱۴۰۱): د ميدان وردګو ولایت مسوولین وايي، د کابل - باميانو لارې په اونۍ کوتل سيمه کې د موټر چپه کېدو پېښه کې پنځه کسان ژوبل شوي دي.

د میدان وردګو د عامې روغتیا ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ماسپښين یوه نیمه بجه د کابل – بامیان لارې د ميدان وردګو په اونۍ کوتل سیمه کې د یوه ټوډي موټر د چپه کېدو پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي چې ټول یې نارینه دي.

سرچينه زياتوي، یاد کسان د میدان وردګو د چک ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې له بامیانو څخه بېرته پر لار پرې موټر چپه شوی دی.

د ميدان وردګو د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد زرک ځیرک پژواک خبري اژانس ته وویل، د پېښې سیمې ته یې پر وخت روغتیایي ټيم رسېدلی او ټپیان یې ولایتي روغتون ته لېږدولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.