منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۷ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نړۍوالې ټولنې ۴۰ میلیون ډالر نوره نغدي مرسته کابل ته راورسېده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۵ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۱): مرکزي بانک وایي، د نړۍوالو بشري مرستو په لړ کې یو ځل بیا د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو نغدي کڅوړه کابل ته را رسېدلې ده.

مرکزي بانک نن (سه شنبه، د زمري ۱۱مه) په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د نړۍوالو بشري مرستو په لړ کې، د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو نغدي کڅوړه نن کابل ته راورسېده.

سرچینه لیکي، دا په روانه اوونۍ کې دویم ځل دی چې د نغدي مرستو بستې افغانستان ته را رسېږي او د هېواد یوه سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.

مرکزي بانک له نړۍوالو مرستو د مننې ترڅنګ، له هغوی غواړي چې په نورو برخو کې دې هم له افغانستان سره تعامل او همکاري ولري او له دې لارې دې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

د یاد بانک رهبري په دې باور دی چې افغانستان له هرې اصولي لارې د اسعارو راوړل ښه ګام دی او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې خپلې مرستې دې د افغانستان بانکي سکتور له لارې ترسره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد