منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

آریانا هوايي شرکت یو ځل بیا خپلې الوتنې هندوستان ته پیلوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۰ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۱) : د آریانا افغان هوایي شرکت وایي چې له یوه ځنډ وروسته بیرته د هندوستان پلازمینې نوي ډیلي ته خپلې الوتنې پیلوي.

باختر اژانس د دغه شرکت د خبرپاڼې په حواله خبر ورکړی چې ټاکل شوې لومړۍ الوتنه نن (جمعې ورځ) له کابل څخه د نوي ډيلي په لوري ترسره شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې آریانا هوايي شرکت هم په دې اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.

د اریانا شرکت په خبرپاڼه کې راغلی دی: «موږ ویاړو چې د خپلو خدمتونو په لړ کې له یوه اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا نوي ډيلی ته الوتنې پیلوو.»

دا په داسې حال کې ده چې تیر کال په هېواد کې تر سیاسي تحول وروسته اریانا هوایي شرکت نوي ډیلی ته خپلې الوتنې ځنډولې وې.

هندوستان تراوسه دغه هېواد ته د اریانا هوايي شرکت د الوتنو د بیا پیلیدو په اړه څه نه دي ویلي.

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.