شبرغان (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): د جوزجان د عامې روغتیا ریاست وایي، د دوو اونیو په ترڅ کې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې لږ تر لږه ۱۸زره کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي او له امله یې ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس قاري عبدالغني صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې ناروغۍ د لا خپرېدو د مخنیوي په موخه یې ۵ روغتیايي ټیمونه - چې هر یو یې له ۷ روغتیایي کارکوونکو جوړ دی - اقچې، منګجک، مردیان، خانقاه او فیض اباد ولسوالیو ته استولي دي.
نوموړي د هوا ګرمېدل، د خلکو له خوا د چاپیریالي حفظ الصحې نه مراعاتول او له ککړو اوبو استفاده پر یادې ناروغۍ د اخته کېدو اساسي لاملونه وبلل.
د هغه په وینا، په دوو اونیو کې د دغه ولایت په ۵ ولسوالیو کې، لږ تر لږه ۱۸زره کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي او ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن