Language

جوزجان کې له دوو اونیو راهیسې ۱۸ زره کسان پر کولرا اخته او ۱۲ کسان یې له امله مړه شوي

شبرغان (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): د جوزجان د عامې روغتیا ریاست وایي، د دوو اونیو په ترڅ کې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې لږ تر لږه ۱۸زره کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي او له امله یې ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس قاري عبدالغني صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې ناروغۍ د لا خپرېدو د مخنیوي په موخه یې ۵ روغتیايي ټیمونه - چې هر یو یې له ۷ روغتیایي کارکوونکو جوړ دی - اقچې، منګجک، مردیان، خانقاه او فیض اباد ولسوالیو ته استولي دي.

نوموړي د هوا ګرمېدل، د خلکو له خوا د چاپیریالي حفظ الصحې نه مراعاتول او له ککړو اوبو استفاده پر یادې ناروغۍ د اخته کېدو اساسي لاملونه وبلل.

د هغه په وینا، په دوو اونیو کې د دغه ولایت په ۵ ولسوالیو کې، لږ تر  لږه ۱۸زره کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي او ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

login or register a new account.

Related Topics