کلات (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): د زابل د شملزو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو لاریون وکړ او په دې ولسوالي کې یې پر ډیورنډ فرضي کرښه د دروازې پرانیستلو او ګمرک جوړولو غوښتنه وکړه.
د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او د لاریون ګډونوال حاجي قمرالدین سرحدوال پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو میاشتو راهیسې په شملزو ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه د دروازې او ګمرک د تاسیساتو جوړولو لپاره ځایونه مشخص شوي او بودجه یې منظور شوې خو عملي کارونه یې لا نه دي پيل.
هغه زیاته کړه، خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې پر دې لار خپل ناروغان او سوداګریز توکي پاکستان ته ولېږدوي، بلکې اړ دي چې خپل ناروغان او سوداګریز توکي لومړی کلات، بیا کندهار او له هغه ځایه پاکستان ته ولېږدوي.
دی وايي، دغې چارې د دوی لار اوږده کړې او ستونزې یې ډېرې کړې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP