Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل ښار ځینو تمځایونو کې له ټاکلې کچې ډېرې پیسې اخیستل کېږي

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): په کابل ښار کې یو شمېر موټرلرونکي وايي، د سړک‌غاړې په ځینو تمځایونو کې له ټاکلې کچې ډېرې پیسې اخیستل کېږي؛ خو ښاروالي ټینګار کوي چې که پر قراردادي د زياتو پیسو اخیستل ثابت شي، نو تړون يې فسخه کوي.

د کابل ښاروالۍ شاوخوا یوه میاشت وړاندې اعلان وکړ چې د سړک‌غاړې تمځایونو قراردادکوونکي کولی شي، له هغه چا چې د سړک غاړې په تمځایونو کې موټر دروي، په ساعت کې ۳۰ افغانۍ واخلي.

ښاروالۍ ویلي و، چارواکي په خپلو سیمو کې د موټرو له تمځایونو څارنه کوي او د ناقانونه پیسو اخیستو – چې د موټرلرونکو د ځورونې سبب ګرځي- مخه نیسي.

خو د کابل ښار یوه موټرچلوونکي عبدالقهار د زمري په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کابل په ښار، لیسې مریم او نورو سیمو کې چې کله موټر پارکېنګ کوو، یو کس له پارچې سره راځي، وايي چې د پارکېنګ یو پنځوسي کېږي… کله پارچه ورکوي او کله یې نه ورکوي، خو خپلې پیسې اخلي، داسې وخت هم راغلی چې ۳۰ روپۍ واخلي.»

د کابل ښار اوسېدونکي عبدالرحمن ادیب – چې دوې ورځې مخکې (د زمري ۱۵مه) یې د مریم لیسې پر سړک له تمځایه موټر ایسته – وویل چې د دوو دقیقو لپاره مارکېټ ته ولاړ، خو په تمځای کې یې ترې ۵۰ افغانۍ واخیستې او پارچه یې هم نه ده ورکړې.

دی وايي، وروسته یې خپل موټر له هغه ځایه لږ مخکې ودراوه، خو په دغه ځل ترې تمځای والا ۳۰ افغانۍ واخیستې.

د کابل ښار یو موټرچلوونکی – چې نه غواړي نوم یې یاد شي – وايي: «یوه ورځ مې د شهرنو په پس‌کوچه کې ۳۰ افغانۍ ورکړې او بله ورځ یې رانه د جادې نادرپشتون د سړک‌غاړې یوه پارکېنګ کې ۵۰ افغانۍ واخیستې.»

 بل موټرچلوونکی محمدنوران هم وایي چې د تهیه‌مسکن څلورلارې په تمځای کې یې د موټر د درېدو په بدل کې یوه ورځ ترې ۳۰ خو بله ورځ یې ۵۰ افغانۍ واخیستې.

دی ادعا کوي، وایي:«ما ورته وویل چې ولې پنځوس افغانۍ اخلې، هغوی ویل چې نن د ټولي قوماندان راغلی و او دا خبره یې کړې… هغوی سره خبره نه کېږي، یوازې خپلې ۵۰ افغانۍ اخلي.»

خو صدیق‌الله چې د پل‌سرخ سړک یوې برخې تمځای مسوولیت لري، وایي چې ښاروالۍ ته  د تړون له مخې د میاشتې ۱۷زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکوي او دوی له هر موټرلرونکي څخه د یوه ساعت او یا هم تر دې ډېرې مودې لپاره د موټر درېدو په بدل کې   ۳۰ افغانۍ اخلي.

دی وايي، کېدای شي ځیني کسان د ښاروالۍ له ټاکلې کچې ډېرې پیسې واخلي، خو د ورته کسانو مخه باید ونیول شي.

د تمځایونو له ډېروالي شکایت

موټرچلوونکی خواجه سیدانور وايي: «کابل ښار کې که چې هر ځای موټر ودرو، کسان راځي، وايي چې د ناحیې قراردادي یو او پارچه راکوي، دا موږ ته ستونزه شوې ده، داسې ورځ وي چې موږ تر ۱۲ بجو یو دستلاف هم نه وي کړی، یا د غرمې ډودۍ او چای پیسې مو نه وي پیدا کړې، خو دوی ۳۰ افغانۍ غواړي؛ دا په واقیعت کې موږ ته ستونزه ده او که دې ته رسېدنه وشي، موږ خوشاله کېږو.»

ټکسي چلوونکي سیدامیر وویل: «کله چې په یوه منطقه کې درېږو، له لسو دقیقو وروسته یو کس راځي، وايي چې پارچه واخله، که دا موږ یو کس په ۶۰ افغانیو راوړی وي او ۳۰ دوی ته ورکړو، نو په ۳۰ نورو موبلایل شي، ټیر شي او یا د موټر مصرف شي، نو څه شی به پاتې شي.»

دی له حکومته غواړي چې د شخصي او ښاري موټرو توپیر باید وشی او د ټکسي امتیاز هم باید معلوم شي، ځکه ښاري ټکسیان د نورو موټرو په پرتله «دوه چنده تحویلي» لري.

د کابل اوسېدونکی عبدالرحمن ادیب وايي: «یوه دقیقه یو ځای موټر نه شو درولی، که ودرېږو نو یو څوک راځي وايي چې راکړه ۵۰ روپۍ، که لږ نور مخکې لاړ شو، بیا وايي چې راکړه ۵۰ روپۍ، دا له کومه کېږي، د خلکو اقتصادي وضیعت او بېکاري وګورئ.»

ښاروالي: تمځایونو کې د ناقانونه پیسو له اخیستونکو سره قانوني چلند کېږي

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه اړیکو ریاست سرپرست قاري واسع‌الله زاهد پژواک ته وویل چې په کابل ښار کې ۶۰ بېلابېلې سیمې د تمځایونو لپاره مشخصې شوې او ډېر تمځایونه قرادادیانو ته د موقیعت او مساحت له مخې ورکړل شوي دي.

دی وايي، په لومړیو کې له هر موټره په ساعت کې ۵۰ افغانۍ اخیستل کېدې، خو وروسته د ښاروالۍ اداري مجلس دغه بیه ۳۰ افغانیو ته راټیټه کړه.

هغه زیاته کړه، ټول هغه قراردادیان مکلف دي چې د موټرو ساتنه وکړي او که څوک په تمځایونو کې ناقانوني پیسې واخلي او ونیول شي، نو قانوني چلند به ورسره کېږي.

ده په تمځایونو کې د ډېرو پیسو اخیستو په اړه وویل: «دا چې يو قراردادي له ټاکلې اندازې زياتې پیسې واخلي، زموږ د تفتيش ټيمونه ګرځي، که پرې ثابت شول، قرارداد يې فسخه کېږي، که ښاريان هم په دې اړه له موږ سره مستند معلومات شريک کړي هم قرارداد يې فسخه کېږي.»

د هغه په وینا، دا چې د يو چا موټر مصؤنيت پيدا کوي او د ورکېدو مخنیوی يې کېږي، نو په مقابل کې د ۳۰ افغانۍ ورکړه ښايي دومره ډېرې نه وي چې د موټرلرونکو له وسې پوره نه وي.

د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، یاد تمځایونه په ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمښت، د دولت د عوایدو لوړوالي، د ښاري نظم رامنځته کېدو، د موټرو له ورکېدو د مخنیوي او خلکو ته  د کار موندلو په موخه جوړ شوي دي. 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.