Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اقتصاد رییس: تخار کې د  ۵۴ داخلي انجیوګانو له ډلې ۳۹ یې د بې­کارۍ له ستونزې سره مخ دي

تالقان (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): په تخار ولایت کې د شخصي انجیوګانو یو شمېر مسوولان وايي، د موسسو له لوري د پراختیايي پروژو د پلې کېدو لپاره د اسانتیاوو نه­شتون له امله، له بې­کارۍ سره مخ دي.

هغوی له موسسو او حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي او وايي چې د پراختیايي، ښوونیزو او پوهاوي برخو کې د پروژو د پلې کېدو لپاره دې زمینه برابره کړي.

صبور جویا په تخار ولایت کې د دوه بنسټونو مسوول دی او له کلونو راهیسې یې د بهرنیو موسسو په همکارۍ په دغه ولایت کې ګڼې پروژې پلې کړې دي.

خو اوس له یوه کال راهیسې د نړۍ­والو موسسو له لوري د پراختیايي، فرهنګي او تعلیمي پروژو د درېدو له امله کومه پروژه نه لري او بې­کاره دی.

جویا وویل، امنیتي ستونزې او د پروژو د تطبیق درېدل هغه لاملونه دي چې نوموړی پر دې نه دی توانېدلی چې په تېر یوه کال کې پروژه واخلي او د ډونر ملاتړ دې ترلاسه کړي.

هغه زیاتوي، دا چې سیمه­ییزې انجیوګانې له سیمې سره پوره بلدتیا لري، نو د نړۍ­والو موسسو په پرتله په ډېره ښه توګه پروژې پلې کولای شي؛ خو د ډونر نه­شتون هغه اساسی ستونزه ده چې په دغو ورځو کې په تخار کې انجیوګانې ورسره مخ دي.

نوموړی له حکومته غواړي چې د نړۍ­والو موسسو له لوري په هېواد کې د پروژو د تطبیق زمینه برابره کړي، څو د بې­کارۍ کچه راټيټه شي.

د داخلي انجیوګانو د بې­کارۍ او د تطبیق لپاره د پروژو د نه­شتون ترڅنګ، په انجیوګانو کې د ښځو نه‌شتون بله ننګونه ده چې د یاد ولایت ښځې ورسره مخ دي.

نرګس (مستعار نوم) پژواک ته وویل، اووه کاله یې په تخار، بدخشان او کندوز کې له بېلابېلو موسسو سره کار کړی، خو اوس چې د موسسو کار کمرنګه شوی، دا هم بې­کاره ده او بله برنامه نه لري.

نرګس زیاتوي، په موسسو کې د کار له لارې یې خپلې اته کسیزې کورنۍ ته ډوډۍ برابروله چې اوس د بې­کارۍ او په موسسو کې د ښځو د کار کولو له وېرې له سختو ستونزو سره مخ ده.

هغې دغه­راز له حکومته وغوښتل چې د ښځو د کار او فعالیت په اړه جدي پاملرنه وکړي.

په تخار کې د پوهنتون استاد سیدحکیم ابراهیمی وايي، د نظام جوړښت او د خلکو او ان د دولتي ادارو د کارکوونکو د پوهاوي په برخه کې د موسسو رول ډېر اړین دی او د انجیوګانو کاري بهیر باید بېرته پیل شي.
په ورته وخت کې د تخار د اقتصاد رییس فدا‌الرحمن د پراختیايي، تعلیمي او د خلکو د پوهاوي پروژو د تطبیق په برخه کې د نړۍ­والو موسسو ترڅنګ د داخلي انجیوګانو رول ارزښتناک بولي.

نوموړی وايي، مخکې د تخار ولایت په کچه په بېلابېلو لکه د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا برخو کې ۱۲ نړۍ­والو موسسو فعالیت درلود چې له سیاسي بدلون وروسته یې خپلې پروژې ودرولې او دفترونه یې وتړل.

د تخار د اقتصاد رییس په وینا، د ۵۴ داخلي انجیوګانو له ډلې چې د نړۍ­والو موسسو ترڅنګ پر کار بوختې وې، اوس یې ۳۹ بې­کاره دي او فعالیت نه لري او ۱۵ انجیوګانې یې په ډېرو وړو او کمو پروژو کې فعالیت کوي.

که څه هم د تخار د اقتصاد رییس په داخلي انجیوګانو کې د ښځو د شتون کموالی مني، خو ډاډ ورکوي چې د نړۍ­والو موسسو د فعالیت په برخه کې هېڅ ډول امنیتي ستونزه نشته او حکومت د همکارۍ ترڅنګ په هره برخه کې د هغوی له فعالیته هرکلی کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.