تالقان (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): په تخار ولایت کې د شخصي انجیوګانو یو شمېر مسوولان وايي، د موسسو له لوري د پراختیايي پروژو د پلې کېدو لپاره د اسانتیاوو نهشتون له امله، له بېکارۍ سره مخ دي.

هغوی له موسسو او حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي او وايي چې د پراختیايي، ښوونیزو او پوهاوي برخو کې د پروژو د پلې کېدو لپاره دې زمینه برابره کړي.

صبور جویا په تخار ولایت کې د دوه بنسټونو مسوول دی او له کلونو راهیسې یې د بهرنیو موسسو په همکارۍ په دغه ولایت کې ګڼې پروژې پلې کړې دي.

خو اوس له یوه کال راهیسې د نړۍوالو موسسو له لوري د پراختیايي، فرهنګي او تعلیمي پروژو د درېدو له امله کومه پروژه نه لري او بېکاره دی.

جویا وویل، امنیتي ستونزې او د پروژو د تطبیق درېدل هغه لاملونه دي چې نوموړی پر دې نه دی توانېدلی چې په تېر یوه کال کې پروژه واخلي او د ډونر ملاتړ دې ترلاسه کړي.

هغه زیاتوي، دا چې سیمهییزې انجیوګانې له سیمې سره پوره بلدتیا لري، نو د نړۍوالو موسسو په پرتله په ډېره ښه توګه پروژې پلې کولای شي؛ خو د ډونر نهشتون هغه اساسی ستونزه ده چې په دغو ورځو کې په تخار کې انجیوګانې ورسره مخ دي.

نوموړی له حکومته غواړي چې د نړۍوالو موسسو له لوري په هېواد کې د پروژو د تطبیق زمینه برابره کړي، څو د بېکارۍ کچه راټيټه شي.

د داخلي انجیوګانو د بېکارۍ او د تطبیق لپاره د پروژو د نهشتون ترڅنګ، په انجیوګانو کې د ښځو نهشتون بله ننګونه ده چې د یاد ولایت ښځې ورسره مخ دي.

نرګس (مستعار نوم) پژواک ته وویل، اووه کاله یې په تخار، بدخشان او کندوز کې له بېلابېلو موسسو سره کار کړی، خو اوس چې د موسسو کار کمرنګه شوی، دا هم بېکاره ده او بله برنامه نه لري.

نرګس زیاتوي، په موسسو کې د کار له لارې یې خپلې اته کسیزې کورنۍ ته ډوډۍ برابروله چې اوس د بېکارۍ او په موسسو کې د ښځو د کار کولو له وېرې له سختو ستونزو سره مخ ده.

هغې دغهراز له حکومته وغوښتل چې د ښځو د کار او فعالیت په اړه جدي پاملرنه وکړي.

په تخار کې د پوهنتون استاد سیدحکیم ابراهیمی وايي، د نظام جوړښت او د خلکو او ان د دولتي ادارو د کارکوونکو د پوهاوي په برخه کې د موسسو رول ډېر اړین دی او د انجیوګانو کاري بهیر باید بېرته پیل شي.
په ورته وخت کې د تخار د اقتصاد رییس فداالرحمن د پراختیايي، تعلیمي او د خلکو د پوهاوي پروژو د تطبیق په برخه کې د نړۍوالو موسسو ترڅنګ د داخلي انجیوګانو رول ارزښتناک بولي.

نوموړی وايي، مخکې د تخار ولایت په کچه په بېلابېلو لکه د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا برخو کې ۱۲ نړۍوالو موسسو فعالیت درلود چې له سیاسي بدلون وروسته یې خپلې پروژې ودرولې او دفترونه یې وتړل.

د تخار د اقتصاد رییس په وینا، د ۵۴ داخلي انجیوګانو له ډلې چې د نړۍوالو موسسو ترڅنګ پر کار بوختې وې، اوس یې ۳۹ بېکاره دي او فعالیت نه لري او ۱۵ انجیوګانې یې په ډېرو وړو او کمو پروژو کې فعالیت کوي.

که څه هم د تخار د اقتصاد رییس په داخلي انجیوګانو کې د ښځو د شتون کموالی مني، خو ډاډ ورکوي چې د نړۍوالو موسسو د فعالیت په برخه کې هېڅ ډول امنیتي ستونزه نشته او حکومت د همکارۍ ترڅنګ په هره برخه کې د هغوی له فعالیته هرکلی کوي.