کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۱) : ایرلینډ د کرکټ په دویمه شل اووریزه نړیواله لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه.
دا لوبه چې تېر ماښام د ایرلینډ په بیلفاسټ ښار کې ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړې وکړه.
د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سمه لوبه ونه شو کړای او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۱۲۲ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ۱۲۳ منډو هدف ورکړ.
د ملي لوبډلې له لوري حشمت الله شهیدي تر ټولو زیاتې ۳۶ منډې جوړې کړې، ابراهیم ځدراڼ ۱۷، عظمت عمرزي ۱۱ او نوین الحق ۱۰ د پام وړ منډې جوړې کړې.
د ایرلینډ لوبدلې یاد هدف په نولسم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله، د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې محمد نبي ۲، نوین الحق، فضل فاروقي او مجیب ځدراڼ یو یو لوبغاړی وسوځول.
د دواړو هېوادونو د پنځو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه هم ایرلینډ ګټلې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP