منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۶ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ایرلینډ له افغانستان څخه د کرکټ دویمه شل اووریزه لوبه هم وګټله

Javid Hamim
· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۹ کتنې

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۱) : ایرلینډ د کرکټ په دویمه شل اووریزه نړیواله لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه.

دا لوبه چې تېر ماښام د ایرلینډ په بیلفاسټ ښار کې ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړې وکړه.

د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سمه لوبه ونه شو کړای او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۱۲۲ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ۱۲۳ منډو هدف ورکړ.

د ملي لوبډلې له لوري حشمت الله شهیدي تر ټولو زیاتې ۳۶ منډې جوړې کړې، ابراهیم ځدراڼ ۱۷، عظمت عمرزي ۱۱ او نوین الحق ۱۰ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبدلې یاد هدف په نولسم  اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله، د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې محمد نبي ۲، نوین الحق، فضل فاروقي او مجیب ځدراڼ یو یو لوبغاړی وسوځول.

د دواړو هېوادونو د پنځو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه هم ایرلینډ ګټلې وه.