ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې نږدې ۲۰زره کسان پر کولرا او ۶۰زره پر شري ناروغۍ اخته شوي

د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې نږدې ۲۰زره کسان پر کولرا او ۶۰زره پر شري ناروغۍ اخته شوي

author avatar
11 Aug 2022 - 01:26
د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې نږدې ۲۰زره کسان پر کولرا او ۶۰زره پر شري ناروغۍ اخته شوي
author avatar
11 Aug 2022 - 01:26

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۱): د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په افغانستان کې نږدې ۲۰زره کسان پر نس ناستي یا کولرا او ۶۰زره نور پر شري ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان له خوا د زمري په ۱۹مه، په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې پر شدید نس ناستي یا کولرا د اخته ناروغانو شمېر څه باندې ۱۹زرو کسانو ته رسېدلی دی.

سرچینې زیاته کړې، دغه ناروغان په ټولو ولایتونو کې دي خو ډېری پېښې په کابل، پکتیکا، خوست، پکتیا، جوزجان، غزني، کندهار او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي.

په ورته مهال، د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د شري ناروغۍ د پېښو له کمېدو سره سره، د دې ناروغۍ نږدې ۶۵زره پېښې ثبت شوې دي.

په راپور کې راغلي، همدا څو ورځې وړاندې د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د کوچیانو په یوه کلي کې لسګونه ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شول چې له امله یې څلور ماشومان مړه هم شول.

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل راپور کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ د ۲۲۹ پېښو او ترینه د ۶ کسانو د مړینې خبر هم ورکړی دی.

د یادولو ده چې د دې ناروغۍ ویروس د څارویو د کنې په واسطه د انسان بدن ته ننوزي. تبه، سردرد، د ستوني درد او خپګان د دې ناروغۍ نښې بلل کېږي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان له څو شمالي ولایتونو څخه د کولرا ناروغۍ د خپرېدو راپورونه ورکړل شول، خو د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت کولرا ته ورته د شدید نس ناستي ناروغي وبلله.

کولرا له ککړو اوبو، يا حفظ الصحې ته د نه پاملرنې له امله انسانانو ته خپرېږي.

[/restrict]

Views: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.