Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې د کار په بدل کې غنمو پروګرام له لارې ۵۱ پروژې بشپړې شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د کار په بدل کې د غنمو ورکړې پروګرام له لارې ۵۱ ټولګټې پروژې بشپړې شوې.

په دغو پروژو کې د پلیو لارو، کانالونو او ويالو بيارغول او پاکول شامل دي چې په درېیو میاشتو کې بشپړې شوې.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي عبدالستار محمد د زمري په ۲۲مه، پژواک اژانس ته وويل چې د ولایت مقام د لارښوونې په اساس د کرنې ریاست له خوا شېرزادو ولسوالۍ ته د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې پروژی لپاره ۱۸۰ ټنه غنم ځانګړي شوي وو.

هغه زياته کړه، د دغو غنمو په بدل کې د شېرزادو ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شوه.

د نوموړي په وينا، د تېرو درېيو مياشتو په موده کې په یادې ولسوالۍ کې ۵۱ ټولګټې پروژې د همدغې برنامې له لارې تطبيق شوې دي.

مولوي محمد وايي، په ياده موده کې د ۱۰ کيلومټر په اندازه د شپږو سړکونو او پلیو لارو او د ۲۲۰ کيلومټره په اندازه د ۴۵ کانالونو پاکول او بيارغول شامل دي.

د سيمې يو قومي مشر ملک جعفر پژواک اژانس ته وويل، دغې پروژې يادې ولسوالۍ ته دوه ګټې ورسولې چې له تېرو درېيو مياشتو راهېسې يې سلګونه ځوانانو ته لنډمهاله کار پيدا کړی و او ترڅنګ يې بېلابېلې ټولګټې پروژې بيا ورغول شوې.

د یادونې ده چې د یادو پروژو په پلې کولو سره تر ډېره حده د ځايي اوسېدونکو ترانسپورټي او د اوبو ستونزې حل شوې.

Views: 50

Exit mobile version