ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خیبر پښتونخوا کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي

خیبر پښتونخوا کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي

author avatar
14 Aug 2022 - 02:01
خیبر پښتونخوا کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي
author avatar
14 Aug 2022 - 02:01

اټلانټا (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): د خیبر پښتونخوا په دوو سیمو کې پر پاکستاني ځواکونو چاودنه او یوه برید کې شپږو سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ځایي رسنیو د زمري په ۲۲مه خبر ورکړی چې د خېبر پښتونخوا په بره دير سیمه کې د ډیورنډ پولې ته نږدې چاودنه شوې چې له امله یې دوه سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د دیر د پولیسو مشر جهانزېب خان وایي چې په نصرت دره کې پوځيان چینې ته د اوبو راوړلو لپاره تللي وو چې په لاره کې پرې چاودنه شوې ده.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستیو کې یادې سیمې ته د طالبانو د ورتګ په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د سوېلي وزيرستان د برمل تحصيل په اعظم ورسک سيمه کې نامعلومو وسله‌والو د پوليسو پر پوستې برید کړی چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دغو بریدونو مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

Views: 144

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.