ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يوه خصوصي شرکت ۳زره ښځو ته د غالۍ اوبدلو زده‌کړې زمينه برابره کړې

ننګرهار کې يوه خصوصي شرکت ۳زره ښځو ته د غالۍ اوبدلو زده‌کړې زمينه برابره کړې

author avatar
14 Aug 2022 - 16:19
ننګرهار کې يوه خصوصي شرکت ۳زره ښځو ته د غالۍ اوبدلو زده‌کړې زمينه برابره کړې
author avatar
14 Aug 2022 - 16:19

جلال اباد (پژواک، ٢٣ زمری ۱۴۰۱): په ننګرهار ولایت کې يوه خصوصي شرکت ۳۰۰۰ ښځو ته د غالۍ اوبدلو حرفوي زده‌کړې زمينه برابره کړې چې موخه يې په دې برخه کې د کورنيو توليداتو زياتوالی او د ښځو پر ځان بسيا کول دي.

ياد شرکت چې له تېرو شلو کلونو راهیسې په ختيځو ولايتونو کې د غالۍ اوبدنې په برخه کې کار کوي، مسوولين يې وايي چې ښځې باید له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي.

د دره‌نور برادران د قالين اوبدنې شرکت – چې د يوه بل بنسټ په مالي مرسته يې دغه کار ته ملا تړلې – وايي، د دغو ۳۰۰۰ زده‌کوونکو له ډلې يې يو شمېر په لغمان او کونړ ولايتونو کې هم دي.

د یاد شرکت مرستيال محمد‌طاهر افتخار پژواک اژانس ته وويل، د غالیو توليداتو د زياتوالي او له کورنيو سره د اقتصادي مرستو په موخه يې،  ۳زره نجونو او ښځو ته د غالۍ اوبدنې د زده‌کړې لړۍ پيل کړې ده.

دی وايي، هرې زده‌کوونکې ته د دې ترڅنګ چې غالۍ اوبدل ور زده کېږي، د مياشتې ۱۲زره افغانۍ معاش هم ورکوي چې کورنۍ يې د زده‌کړو اجازه ورکړي.

هغه زياته کړه، دغه شرکت چې د زون په کچه کار کوي، له ۲۰۰۲ کال راهیسې يې کار پيل کړی او اوسمهال د ننګرهار په ۱۴ ولسواليو کې کاريګر، کارځايونه او شاګردان لري.

نوموړي دا هم وويل: «د مارکېټنګ په حساب باندې موږ ډېر کمزوري يو، زموږ قالينې نورو هېوادونو ته ځي، مشکل دا دی چې کار په افغانستان کې کېږي، نوم يې د بل هېواد وي.»

هغه که څه هم د کوم هېواد نوم وانخیست، خو وايي، هڅه کوي چې په راتلونکي کې د افغانستان غالۍ د افغانستان په نوم نورو هېوادونو او نړۍوال مارکېټ ته صادر کړي.

د پژواک خبريال د ننګرهار د دره‌نور ولسوالۍ اړوند لمټک په نوم يوه لرې پرته سيمه کې، د یاد شرکت د روزنې دوو مرکزونو ته ورغلی او هلته يې د غالۍ اوبدلو له يو شمېر زده‌کوونکو او روزنکو سره خبرې کړې دي.

زده‌کوونکي او استادان چې ټولې يې نجونې او ښځې دي، خوښي څرګندوي چې که د ښوونځي د زده‌کړو زمينه ورته برابره نه ده، نو دا زده‌کړې يې پر خپلو پښو درولای شي.

نګينه چې له تېرو لسو کلونو راهیسې يې غالۍ اوبدنه پيل کړې او اوس په يوه مرکز کې روزنکې ده، وايي، دا ډول کړنې د کورنيو د اقتصادي پياوړتيا لپاره ډېرې ښې دي او بايد نورې موسسې او شرکتونه هم د کورنيو د پرځان بسياينې لپاره ورته زمينې برابرې کړي.

هغې پژواک ته وويل: «اوس د زده‌کړو درېيمه مياشت روانه ده، قالين يې ښه زده کړې، شپږو مياشتو پورې به روزنه ورکوو، تر هغې وروسته دوی بيا کولای شي چې په خپل کور کې قالينې جوړې کړي او کورنۍ سره په اقتصاد کې مرسته وکړي.»

دغه‌راز دشکريې په نوم يوې زده‌کوونکې پژواک ته وويل، ډېره خوښه ده چې هم ورته مياشتنی معاش ورکول کېږي او هم کار زده کوي څو په راتلونکي کې په خپله خپل کور کې قالينې واوبدي.

د يادونې ده، د دې ترڅنګ په ننګرهار کې زرګونه نورې ښځې هم پر غالۍ اوبدلو بوختې دي.

Views: 104

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.