ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته بهر ته تللې ځینې ښځې خوشحاله خو ځینې نورې د راستنېدو په هیله دي

هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته بهر ته تللې ځینې ښځې خوشحاله خو ځینې نورې د راستنېدو په هیله دي

author avatar
15 Aug 2022 - 16:01
هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته بهر ته تللې ځینې ښځې خوشحاله خو ځینې نورې د راستنېدو په هیله دي
author avatar
15 Aug 2022 - 16:01

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۱): د تېر نظام له پرځېدو یو کال وشو، هغه ښځې چې د تخلیې پرمهال له هېواده وتلې وې، ځينې یې له خپل اوسني حالته خوشحاله دي، خو ځينې نورې پښېماني ښيي او هېواد ته د بېرته راستنېدو هیله لري.

تېر کال په همدې ورځ (د زمري په ۲۴مه) مخکني نظام سقوط وکړ او په هېواد کې د اسلامي امارت نظام واکمن شو؛ د مخکني نظام له پرځېدو سره د امریکا له خوا د تخلیې پروسه کې افغان ښځې او سړي له هېواده بهر ووتل او اوسمهال په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي.

د مخکني سیاسي نظام له سقوط وروسته، امریکا او ځینو نورو هېوادونو د تخلیې پروسه پېل کړه او د اګست تر ۳۱مې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه زره بهرني او افغان وګړي یې له دغه هېواده بهر ته ولېږدول.

لا هم د امریکایانو او نورو هېوادونو ځواکونو ډېر شمېر سیمه‌ییز همکاران په افغانستان کې پاتې دي او بهر ته د تلو انتظار کوي.

ایا د هغې ویرې له امله چې د سیاسي نظام په بدلېدو سره رامنځ ته شوې وه، د هېواد په پرېښودلو ښځې خوشحاله دي او له موجود حالته رضایت لري؟

پژواک خبري اژانس له ځېنو هغو ښځو سره چې هېواد یې پرېښي، مرکې کړې دي؛ ځينو یې د هېواد پرېښودل ښه ګڼلی، خپل راتلونکې ته هیله‌مندې دي؛ خو ځینې یې بیا له خپل اوسني وضعیته ناراضې دي او هیله‌مندې ښيي چې هر څه ژر هېواد د بیا ستنېدو زمینه ورته برابره شي.

د امریکا په ویرجینیا ښار کې مېشته ۲۵ کلنه نجیبې محمدي وویل: «د طالبانو له ډاره او د دې لپاره چې وکولا شم یو ښه راتلونکی جوړ کړم، د هېواد پرېښودو ته مجبوه شوم، یوازې راغلم، ځيني خنډونه موجود وو، کورنۍ مې ونه نشو کړای چې راشي.»

هغه د تېر کال د زمري میاشتې د ۲۴مې ورځې د خاطراتو په اړه وایي: «د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې ۱۸مه نیټه وه چې ځان مې په ډېرې سختۍ د کابل هوایي ډګر دروازې ورسوله. پاسپورټ او د پوهنتون د اسنادونو ځيني کاپیانې راسره وې، انګلیسي ژبه سره مې بلدتیا درلوده، امریکايي عسکرو سره مې خبرې وکړې، په ډېرې اسانۍ یې د ننوتلو اجازه راکړه.»

هغې زیاته کړه: «د کابل په هوایي ډګر کې له درېیو شپو او ورځو تېرولو وروسته چې ډېر ې سختۍ مې تېرې کړې؛ هره خوا مې چې کتل ښځې، سړي او ماشومان ول چې غوښتل یې هېواد پرېږدي او د یوه نا معلوم برخلیک پر لور حرکت کې وو؛ دغه درې ورځې مو په ډېرې سختۍ تېرې کړې، له یوې خوا هوا ډېره ګرمه وه، له بلې خوا اوبو ته لاسرسی ډېر کم وو، مجبور وو چې ساعتونه انتظار وباسو څو د تندې ماتولو لپاره یو څاڅکی اوبه پیدا کړو.»

هغې وویل: «د هېواد په هوایي ډګر کې له ۳ ورځو ستونزو وروسته، د قطر پر لور مو حرکت وکړ؛ د یوې شپې لپاره هلته وو؛ وروسته مو د جرمني پر لور حرکت وکړ چې شاوخوا یوه اونۍ د جرمني په کمپ کې پاتې شو او له هغه ځایه راغلو امریکا ته، تقریباً ۵۰ ورځې کمپ کې وو او بیا یې له هغه خایه بوتلم چې ما د یوه خپل د کور ادرس ورکړی و او اوس له هغوی سره اوسېږم.»

هغه چې شاوخوا یک کال کېږي له کورنۍ پرته په امریکا کې اوسېږي، وايي، له کورنۍ پرته د غربت په دیار کې ژوند کول ډېره سختي لري، هیله‌منده ده چې یوه ورځ بیا ځلي هېواد ته ستنه شي.

نوموړې وویل، کله چې یوه مېرمن له هېواده بهر کېږي، ژوند یې ډېر بدلېږي، مجبوریږي چې په ژوند کې یوازې مبارزه وکړي او ډېره پياوړې واوسي، د ژوند ټول مسوولیتونه دې پر غاړه واخلي.

هغې زیاته کړه: «دلته په راتلو پېښمانه نه یم، ځکه زه کولی شو چې دلته پرمختګ وکړم، ترڅنګ یې له خپلې کورنۍ او هېواد سره مرسته وکړم، په دې ځای کې له ژوند کولو راضي یم، خو خپلې ستونزې لري، په بهر کې ژوند د هېواد له ژوند نه ډېر توپیر لري، یو خو دا چې دلته باید کار وکړې، څو یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړې، مفته ډوډۍ څوک نه درکوي.»

په دغه حال کې، مرضیه هغه بله مېرمن ده چې له خپل خاوند او اولادونو سره کاناډا ته تللې وایي: «دا چې څنګه او په څه ستونزو دلته رسېدلي یو، نه غواړم چې پرې بحث وکړم، خو ډېره خوشحاله یم چې په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې له ژونده وژغورل شوم، خوشحاله یم.»

هغې زیاته کړه، اوس دا او خاوند یې کار کوي او اولادونه یې ښوونځي ته ځي او له اندېښنو پرته ژوند تېروي.

خو ځينې داسې ښځې هم شته چې پښېماني ښيي.

د مهناز (مستعار نوم) په نامه یوه خبریاله د ښځو او ماشومانو د حقونو برخې فعاله چې د تخلیې پر مهال له هېواده وتلې او اوسمهال د امریکا په کلفورنیا ایالت کې ژوند کوي، پژواک ته وویل چې د سیاسي نظام له بدلون وروسته ورته وېره پیدا شوه چې هسې نه د چا له خوا وګواښل شي نو له همدې امله د تخلیې په بهیر کې له هېواده ووتله.

هغې د کابل په هوايي ډګر کې رامنځته شوې ګڼې ګوڼې او وېرې ته پر اشارې سربېره وويل، وروسته له دې چې له خپلې اړوند ادارې او په کابل کې د امریکا له سفارت څخه یې ایمیل ترلاسه کړ، له خپلې یوې خور سره یې بیا ځلي هوایي ډګر ته راغلې، تر څو چې د هوایي ډګر دننه ورغلې او د سفر زمینه یې برابره شوه.

هغه په داسې حال کې چې د کورنۍ نورې غړي یې په کابل کې ژوند کوي، وايي: «اوس په کالیفورنیا ایالت کې ژوند کوم، د طالبانو له راتګ او د دولت تر سقوط وروسته هېواد یو بې برخلیکه حالت پر لور روان و، ما د یوې ښځې په توګه چې د بشر، ښځو او ماشومانو حقونو لپاره کار کاوه، نور مې نه شو کولای چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړم اوسني وضع شوو محدودیتونو هم ډېری ښځې له کار او ټولنیزو فعالیتونو راګرځولې دي.»

مهناز همداراز زیاته کړه: « د نظام له نسکورېدو شپږ ورځې وروسته له هېواده ووتلو؛ وروسته له ټولو ستونزو چې د هېواد په هوایي ډګر کې وې، تګ راتګ ستونزمن و، بالاخره هغې الوتکې ته د ننه شو چې ټول افغانان یې پکې انتقالول، لومړی یې موږ قطر، عربستان، هسپانیا او وروسته امریکا ته انتقال کړو چې وروسته له څو میاشتو انتظاره اوس په دغه ښار کې یوازې ژوند کوم.»

هغه چې له کورنۍ پرته په پردي هېواد کې یوازې ژوند کوي وویل، په ټوله کې یو پردي چاپيریال کې ژوند ستونزمن دی هغه که د یوې ښځې لپاره وي یا نارینه لپاره.

هغې په دوام کې زیاته کړه: «وروسته له دې چې د هوایي ډګر او خارجي کمپ ستونزې او کړاوونه مې تېر کړل، څه ته مې چې فکر کول هغسې ونه شول، له راتګه ډېره پښېمانه یم، کله کله له ځانه سره وایم چې کاشکې هېڅ نه راتللی، ټولې ستونزې او کړاوونه مې زغمل، خو په خپل هېواد کې له خپلې کورنۍ سره پاتې کیدای.»

هغه چې په ​​بې‌صبرۍ سره هېواد ته د راستنېدو په تمه ده، خو زیاتوي: «د هېواد وضعیت داسې دی چې د یوې مدني فعالې او د ښځو د حقونو د فعالې په توګه نه شم کولای هېواد ته بېرته ستنه شم، ځکه په هېواد کې اوسني حالات زما د بیا راتګ مخه نیسي.»

هغه د خپلو خبرو په پای کې وایي: «هر انسان هیله لري چې په خپل هېواد کې د خپل هېواد لپاره خدمت وکړي او زه هم هیله لرم چې بېرته ستنه شم او خپل هېواد ته خدمت وکړم، زما غوښتنه او هیله په افغانستن کې سوله او ارامي ده چې بې‌ګناه خلک نور د جنګ قرباني نه شي او ارام ژوند ولري.»

فرحناز یوه بله ښځه چې خبریاله ده، خپل درد په دې ډول بیانوي: «د امریکا په یوه ایاالت کې ژوند کوم؛ کله چې نظام سقوط شو نو ډېره ناهیلې شوې وم، ما هم د نورو په شان د هېواد د پرېښودو پرېکړه وکړه، بلاخره وروسته له دې چې په هوایي ډګر کې له کړاوونو سره مخ شوم، پرته له کورنۍ راغلم ځکه چې د کابل د هوایي ډګر وضعیت ډېر خراب و، له هوایي ډګره تېرېدل ډېرستونزمن و، کورنۍ مې و نه توانېده چې راسره راشي، په داسې حال کې چې ما د خبریالۍ اسناد درلودل.»

نوموړې په دوام کې زیاته کړه: «ما په ډېر ډار او ویرې ځان هوایي ډګر ته ورسوه، کله چې د هوایي ډګر دروازې ته ورسېدم، له هرې خوا یې هوایي ډزې کولې، هېڅوک یې نه پرېښودل چې د ننه شي، له هغې دروازې دننه کېدل ناممکنه و، خو زه دننه لاړم.»

هغې په هوايي ډګر کې د هغې ورځې حالت ډېر ځورونکی او له اټکله لرې وباله او وې ویل، په هغه ورځ د سختو صحنو شاهده وه، داسې یوه ښځه یې ولیده چې خپل پنځه اولادونه یې پرېښي وو او خپله له خاوند سره تللې وه.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا له هېواده په وتلو د پښېمانۍ احساس نه کوي، زیاته کړه: «نه پوهېږم چې څه ووایم، خو دې ځای ته له راتګه پښېمانه یم؛ ځکه په پردي هېواد کې چې کلتور یې زموږ له کلتور سره هېڅ برخه کې یو شان نه و، ژوند ډېر ستونزمن دی، هېڅ هېواد لکه خپل هېواد غوندې نه شي کېدای، ځکه موږ هلته زېږېدلي یو، لوی شوي یو، زده کړې مو کړې، کله مو خندلي او کله مو هم ژړلي، د خپلې کورنۍ ترڅنګ وو، له هېڅ شي مو ډار نه درلود، ځکه هیله‌مند وو چې یو څوک شته چې لکه غر زموږ تر شا ولاړ دی، خو اوس زموږ په شا کې څوک نشته، ځکه چې د کورنۍ هېڅ غړی مې راسره نشته، واقعا هغو ورځو پسې خفه شوې یم چې یو ځای وو.»

هغه د هغو ستونزو په اړه چې بهر کې ورسره مخ شوې، وویل: «مګر دا احساس چې زه په دوامداره توګه د هر عمل چې ترسره کوم، هر چېرته چې ځم او هر ځل چې راستنېږم نو تر څارنې لاندې یم، ما د یو شخص په توګه محدودوي. دا زړه تنګوونکی دی.»

Hits: 324

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.