ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طب پوهان: د کرونا د درملنې لپاره د «خوږولي» د ريښې اغېز ثابت شوی نه دی

طب پوهان: د کرونا د درملنې لپاره د «خوږولي» د ريښې اغېز ثابت شوی نه دی

author avatar
18 Aug 2022 - 17:53
طب پوهان: د کرونا د درملنې لپاره د «خوږولي» د ريښې اغېز ثابت شوی نه دی
author avatar
18 Aug 2022 - 17:53

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۱): ځينو انټرنیټي سایټونو د «خوږولي» ریښه د کرونا د درملنې لپاره د درملو په توګه وړاندې کوي، خو د طب برخې پوهان د دغې موضوع په ردولو سره له خلکو غواړي چې پر دغه ډول مطالبو باور ونه کړي او پر ځای یې روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه رعایت کړي.

ادعا: د خوږولي ریښه د کرونا ویروس په له منځه وړلو کې اغېزناکه ده.

حکم: د کرونا ناروغانو درملنې لپاره د خوږولي د ريښې اغېز تر اوسه ثابت شوی نه دی.

دوه کاله مخکې کله چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس خپور شو، نو میلیونونه کسان پرې اخته او له امله یې مړه شول، ځيني خلک طبي بوټي، درمل، خواړه او نور د کرونا د درملو په توګه وړاندې کوي.

ایمنا خبري اژانس«د خوږولي په ریښې سره د کرونا درملنه» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی او لیکلي: «د ترکمنستان ولسمشر وړاندیز وکړ چې د خوږولي له ریښې دې د کرونا ویروس نوې بڼې په درملنه کې استفاده وشي.»

په دغه راپور کې راغلي چې په خوږولي کې د «اسید ګلیسیریزیک» په نوم فعاله ماده موجوده ده.

سرچینې لیکلي، په پراخ ډول د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته ټوله نړۍ ورسره د مبارزې هڅه کوي.

د مهر خبري اژانس هم «د کرونا په مخنیوي کې د خوږولي په ريښه کې د موجود ترکیب اغېز» تر عنوان لاندې خبر کې لیکلي: «د المان ډیزبرګ پوهنتون څېړونکو په یوه نوې څېړنه کې په اثبات رسولي چې د خوږولي له ریښې استخراج شوي فیتوشیمیایي چې د ګلیسیریزین په نامه یادېږي، د کرونا د مهارولو توانایي لري.»

په دغه مطلب کې راغلي، څېړونکو په دغه څېړنه کې د کرونا د فعالیت په شنډولو کولو کې د خوږولي ریښې شیره تر څېړنې لاندې نېولې ده.

دغه‌راز «فارماکولا» انټرنیټي سایټ «د کرونا په درملنه کې د خوږولي اغېز څه دی» تر عنوان لاندې یوه مقاله کې لیکلي چې خوږولی د مختلفو ویټامینونو په لرلو سره د بدن دفاعي سیستم لوړوي او د کرونا په نابودولو کې اغېزناک دي.

خو د طب برخې پوهان د کرونا په درملنه کې د خوږولي اغېزناکتوب ردوي.

په افغان – جاپان روغتون کې د کوويډ-۱۹ ټرینر او د کیفیت د کنټرول مسوول ډاکټر حشمت­الله فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل، کوویډ- ۱۹ داسې ناروغي ده چې تر اوسه هیڅ درمل نه لري؛ ځیني درمل ښايي اغېزناک و اوسي، خو ځیني طبي بوټي بیا د بدن د معافیتي سیسټم د لوړولو لپاره اغېزناک دي.

هغه زیاته کړه: «له هر ډول خپلسرو درملو ډډه وکړئ او د ډاکټر له مشورې پرته هیڅ ډول درمل مه کاروئ؛ ځکه کېدای شي جانبي عوارض رامنځته کړي.»

دغه­راز، په کابل ښار کې د وهاج خصوصي روغتون رییس ډاکټر محمدهاشم وهاج د دغې خبرې په ردولو سره پژواک ته وویل: «د دغو ټولو درملو کارول، یوازې فرضیې دي او په سمه توګه نه دي ثابت شوي، خو د خوږولي ريښه ښه شی ده، ډېرې ګټې لري، خو دا نه شو ویلای چې د کرونا د درملنې لپاره اغېزناکه ده.»

نوموړي هم په یوه پیغام کې داسې سپارښتنه وکړه: «ځانونه تقویه کړئ، مایعات ډېر وڅښئ، خو هر ډول درمل مه کاروئ.»

د کابل ښار د انتاني روغتون ټرېنر متخصص ډاکټر فریدالله عمري وویل: «خوږولی یو ګټور بوټی دی، خو دا نه شو ویلای چې د کرونا په درملنه کې اغېزناک دی، د ویروس ضد ځانګړنې نه لري.»

د ډاکټر عمري په وینا، د خوږولي ريښه معافیتي سیسټم لوړولای شي؛ ځکه همدا بوټي دي چې درمل ترې جوړېږي.

هغه زیاتوي: «د خوږولي ريښه مرسته کوونکې ده، نه یوازې په کرونا ناروغۍ کې، بلکې د نورو ناروغیو د سختوالي په راکمولو کې هم مرسته کوي، خو پر کرونا ځانګړی اغېز نه لري، یعنې داسې نه ده چې کرونا په بشپړه توګه له منځه یوسي.»

نوموړي په یوه پیغام کې داسې سپارښتنه وکړه: «کله چې پر کرونا ناروغۍ اخته کېږئ، نو په کافي کچه میوې وخورئ او ګرم مایعات ډېر وڅښئ او هڅه وکړئ چې یوناني درمل ونه کاروئ؛ ځکه چې تر اوسه تثبیت شوې نه دي.»

ډاکټران خلکو ته سپارښتنه کوي چې روغتیايي لارښوونو لکه، د دوه متره واټن مراعتولو، ماسک کارولو او د لاسو پرله پسې مینځلو ته په جلا توګه پام وکړي.

Visits: 136

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.