ځينو انټرنیټي سایټونو د «خوږولي» ریښه د کرونا د درملنې لپاره د درملو په توګه وړاندې کوي، خو د طب برخې پوهان د دغې موضوع په ردولو سره له خلکو غواړي چې پر دغه ډول مطالبو باور ونه کړي او پر ځای یې روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه رعایت کړي.