پلخمري (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): د بغلان ولايت د مرکز پلخمري او مرکزي بغلان ولسوالۍ له ١٥٣٨ بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه مرسته نن د يوې ترکيي خيريه موسسې (IHH) له خوا له اړو کسانو سره وشوه.
په افغانستان کې د یادې موسسې کارکوونکي فیصل صالح پژواک ته وویل، په دغو مرستو کې اوړه او خرما شامل دي چې نن د بغلان ولايت پر بېوزلو، يتيمانو، معيوبينو او سيلاب ځپلو ووېشل شول.
هغه وويل، دغه مرسته د مرکز پلخمري او مرکزي بغلان ولسوالۍ په ١٥٣٨ کورنيو ويشل شوې ده.
د بغلان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست پېښو ته د رسېدنې چارو آمر حفيظ الله دانش پژواک ته وويل، دغه مرسته د مرکز پلخمري پر ٨٨٨ کورنيو او د مرکزي بغلان ولسوالۍ پر ٦٥٠ کورنيو وېشل شوې ده.
دغه راز يو تن مرسته ترلاسه کوونکی عبدالروف پژواک ته وويل، کورنۍ يې نهه غړي لري او دغه مرسته ورته بسنه نه کوي.
دى وايي چې په دې وروستيو کې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي؛ حکومت بايد د خلکو د ستونزو د حل لپاره يو بنسټيز حل لار پيدا کړي.
يو شمېر نورو مرسته اخيستونکو هم د ترکيې له خلکو مننه وکړه چې مرسته يې ورسره کړې، خو ټينګار يې کاوه چې دغه مرستې ورته بسنه نه کوي؛ بايد نورې مرستې هم ورسره وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP