Pajhwok Afghan News

د عینک مسو پروژې قراردادي کمپنۍ د لوګر له سېلاب‌ځپلو سره مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱): د عینک مسو کان قراردادي کمپنۍ په لوګر کې له ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د مرستې پر مهال له حکومته وغوښتل چې د عینک مسو پروژې ملاتړ وکړي.

د راپورونو له مخې، وروستیو سېلابونو د لوګر په مرکز، محمداغې او خوښۍ ولسوالیو کې د ۲۰ کسانو ژوند واخیست، څلوېښت کسان یې ټپیان او درې زره کورونه یې زیانمن او ویجاړ کړل.

د عینک مسو کان قراردادي چینایي کمپنۍ (MJAM) پرون له سېلاب‌ځپلو سره په محمداغه کې د شل زره امریکایي ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو – چې اوړه، وریجې، غوړي، چای، بوره او مالګه په کې شامل وو – مرسته وکړه.

د یادې کمپنۍ د معلوماتو له مخې، دغه توکي د عینک مسو پروژې د رییس، سیمه‌ییزو چارواکو، له پېښو سره د مبارزې د رییس او د یادې کمپنۍ د مسوولینو په حضور کې خلکو ته ووېشل شول.

چارواکو د دې مرستې له امله له یادې کمپنۍ مننه وکړه او له ټولو خیریه بنسټونو یې وغوښتل چې په هېواد کې له نورو زیانمنو خلکو سره هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د عینک مسو پروژې رییس حافظ ابوبکرامیني، په دې چې یادې کمپنۍ خپل ټولنیز مسوولیتونه ادا کړي، خوښي وښوده.

د عینک مسو پروژې قراردادي کمپنۍ اجرائیوي مرستیال اوومین هم، په دې چې یادې کمپنۍ په تېره یوه لسیزه کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره مرسته کړې، خوښي وښوده.

هغه له سیمه‌ییزو چارواکو وغوښتل چې د عینک مسو پروژې له پرمختګه ملاتړ ډېر کړي.

د لوګر د مسو کان د شاوخوا ۱۲ میلیون ټنو مسو په لرلو سره د نړۍ د مسو له لویو کانونو ګڼل کېږي.

د یاد کان د استخراج تړون د ۱۳۸۷ کال د غبرګولي په میاشت کې د افغانستان حکومت او د چینایي شرکت ترمنځ لاسلیک شو، خو تر اوسه یې کار په ځنډ سره مخې ته تللی او استخراج یې نه دی پیل شوی.

د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي شهاب‌الدین دلاور ویلي چې د یادې پروژې د ستونزو حل د دغه وزارت له لومړیتوبونو دي او حکومت ژمن دی څو د یادې پروژې پلې کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

Views: 20

Exit mobile version