ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د سږ کال لومړیو درېیو میاشتو کې ۳۴۰ کسان لېوني سپیانو داړلي

بغلان کې د سږ کال لومړیو درېیو میاشتو کې ۳۴۰ کسان لېوني سپیانو داړلي

author avatar
1 Sep 2022 - 13:15
بغلان کې د سږ کال لومړیو درېیو میاشتو کې ۳۴۰ کسان لېوني سپیانو داړلي
author avatar
1 Sep 2022 - 13:15

پلخمري (پژواک، ١٠ وږى ١٤٠١): د بغلان روغتيايي مسوولين وايي چې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې لېوني سپیانو ٣٤٠ کسان داړلي خو څوک یې له امله مړه شوي نه دي.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول څانګې مسوول ډاکټر شاه‌محمد هوفیاني د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال په دغه ولايت کې د لېوني سپيانو داړلو پېښې ډېرې شوې دي.

هغه وايي چې په ١٣٩٩ کال کې ٦٤٢ کسان او په ١٤٠٠ کال کې بيا ٦٨٦ کسان لېوني سپيانو داړلي وو.

خو دى زياتوي چې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې (وري، غويي او غبرګولي) کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٣٤٠ کسان ليوني سپيانو داړلي دي.

هغه زياته کړه: «د چنګاښ او زمري مياشتو دقيق ارقام تر اوسه نه دي ثبت شوي، کله چې د وږي مياشت پاى ته ورسېږي نو ټول ارقام به سره راجمع شي او معلومه به شي چې په دويمه ربع کې څومره کسان لېوني سپيو داړلي دي.»

هغه وايي چې په ښار او کوڅو کې د سپيانو له ډېرېدو سره د لېوني سپيانو شمېر هم ډېريږي چې ښاروالۍ يې بايد د ټولولو لپاره اقدام وکړي.

دغه راز د بغلان د نهرين ولسوالۍ د زاړه ښار اوسېدونکي اخترمحمد پژواک ته وويل چې درې مياشتې وړاندې لېوني سپي داړلى دى.

هغه وايي: «ژر کلينيک ته ولاړم، هلته ډاکټرانو راته د لېوني سپي واکسين وکړ، وروسته مې بيا يو بل واکسين هم وکړ، اول لږ په تشويش کې وم خو اوس شکر دى روغ يم.»

د اړوندې موضوع په اړه د پلخمري ښاروالۍ د ښاري تنظيم عمومي مدير فخرالدين هارون پژواک ته وويل چې يواځې په پلخمري ښار کې شاوخوا ٢٥٠٠ کوڅه‌ډب سپي دي او د ډېريدو لامل يې هم په تېرو دوو کلونو کې د کوڅه‎ډبو سپيانو د له منځه وړو د پلان نه عملي کول دي.

نوموړي وويل چې د عامې روغتيا له ریاست سره په ګډه يې د کوڅه‌ډبو سپیانو ټولولو پلان جوړ کړى چې د عملي کولو لپاره به يې اقدام وشي.

د يادونې ده، د بغلان ترڅنګ په پلازمېنې کابل کې هم د کوڅه‌ډبو سپيانو شمېر ډېر شوى چې خلک يې اندېښمن کړي دي.

Views: 64

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.