کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان برښنا شرکت وایي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ژمنه کړې چې د نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره پر نړۍواله کچه لابي کوي.
ددغه شرکت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د برښنا شرکت عمومي اجراییوي ریيس حاجي ملا محمد حنیف حمزه له تخنیکي ټیم سره په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) له استازو سره په کابل کې ناسته وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې حمزه د اسلامي امارت له راتګ وروسته د برېښنا په بېلا بېلو برخو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مرستو د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې (ICRC) یوازینۍ بهرنۍ اداره ده چې په سختو شرایطو کې یې د خپل توان مطابق له برېښنا شرکت سره د انرژۍ په برخه کي مرستې کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، د سره صلیب په استازیتوب جیني د برېښنا شرکت له ګډو همکاریو د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ چې یاده اداره چمتو ده ترڅو د خپل توان او بودېجې مطابق د برېښنا شرکت نیمګړو پراختیايي پروژو د بشپړولو، په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې د برېښنا شبکې د پراختیا لپاره د ټرانسفارمرونو پېرل، د ټرانسفارمرونو تېل، په کندهار او زابل ولایتونو کې د برېښنا جنراتورونو لپاره د تېلو پېرلو او داسې نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د همغږۍ یو ګډ کاري پلاوي پر جوړلو پرېکړه وشوه تر څو له دې لارې سره صلیب اداره د برېښنا شرکت اړینې اړتیاوې تشخیص او وروسته د خپلو امکاناتو مطابق مرسته وکړي.
Views: 335
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن