ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د یوه کلي اوسېدونکو د ناسمو دودونو د مخنیوي پرېکړه کړې

دایکنډي کې د یوه کلي اوسېدونکو د ناسمو دودونو د مخنیوي پرېکړه کړې

author avatar
3 Sep 2022 - 16:30
دایکنډي کې د یوه کلي اوسېدونکو د ناسمو دودونو د مخنیوي پرېکړه کړې
author avatar
3 Sep 2022 - 16:30

نیلي (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ اړوند د برګر کلي «نالج» درې اوسېدونکو په یوه ناسته کې پرېکړه کړې څو په ټولنه کې د هغو ناسمو دودونو مخه ونیسي چې ډېر لګښت پرې راځي او پر ځای یې پیسې راټولې او ښوونځی ورباندې جوړ کړي.

د یاد کلي یوه اوسېدونکي محمدعارف عارفي پژواک خبري اژانس ته وویل، نالج یو کوچنی کلی دی چې ۹۵۰ کورنۍ (۱۴۰۰۰ کسان) پکې مېشت دي او د میرامور ولسوالۍ په برګر سیمه کې موقعیت لري.

هغه زیاته کړه، د یاد کلي په ګډون د دایکنډي په ډېرو سیمو کې، خلک له ناسمو دودونو  او ملا ماتوونکو لګښتونو رنځېدل، نو له همدې امله، د یاد کلي اوسېدونکي تېره ورځ سره راټول شول او د داسې ځينو رواجونو د اصلاح لپاره یې اقدام وکړ.

د نوموړي په خبره، یو له دغو دودونو چې لا هم د ځوانانو لپاره ډېر سخت او دروند و، ولور او جهیز اخیستل دي چې له واده وروسته به ډېر ځوانان اړ ول چې د ولور د ورکړې په موخه کډوالي او په ګاونډيو هېوادونو کې سخت کارونه وزغمي.

عارفي وویل، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې ولور دې له ۴۰۰ یا ۵۰۰ زره څخه نیمې ته راټیت شي.

د «تدفین په مراسمو کې ګډون» لګښتونو کې سمون راوستل بل هغه مورد و چې په اړه یې پرېکړه وشوه.

عارفي زیاتوي: «له پخوا راهیسې که څوک به په نالج کلي کې وفات کېده، له هرې کورنۍ به خامخا یو کس د مړي د تدفین په مراسمو کې ګډون کاوه او ټول مکلف وو چې ۱۰۰ افغانۍ یا له هغې ډېرې نغدې پیسې د مړي پر تابوت کېږدي او د هغې ترڅنګ د قرانکریم ختم او خیرات لګښت هم د همغه لېست له مخې اجبارا تر سره کېدل، خو اوس دغه اشتباه فرهنګ اصلاح شوی او پرېکړه وشوه چې هر څوک مخیر دی چې په مراسمو کې ګډون کوي یا نه کوي او د دې ترڅنګ د ۱۰۰ افغانیو د ورکړې خبره هم لرې شوې ده.»

هغه وویل، سربېره پر دې که له دې وروسته که څوک وفات کېږي، کورنۍ یې اړ نه ده چې د سیمې ټول خلک مراسمو ته رابولي، کولای شي چې په کوچني مراسمو کې له خپلو ګاونډیانو سره یې ترسره کړي او ان اړ نه ده چې مراسم ونیسي؛ ځکه د هغه په خبره، له دې مخکې کورنۍ به له ډېرو لګښتونو سره مخ کېدې، تر دې چې یوه کورنۍ به مجبوره وه  څو تر ۴ غوایانو پورې خیرات وکړي.

له حاجیانو هرکلی چې مخکې به په دغه سیمه کې له ډېرو لګښتونو او تشریفاتو سره دود و، هغه هم اصلاح شوی دی.

د هغه په خبره، له دې مخکې به که کوم کس له حج څخه بېرته راستنېده، کورنۍ یې مجبوره وه چې حاجي په شلو ګل پوشو موټرونو کې له ډېرو نورو لګښتونو سره تر کوره را ورسوي، خو اوس پرېکړه شوې چې د حاجې مخې ته به یوازې یو موټر ځي.

د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ د نالج کلي دغه اوسېدونکي وویل: «د وچکالۍ او بې‌وزلۍ له امله د دغو اضافي لګښتونو د مخنیوي لپاره دغه تصمیمونه نیول شوي او که چا له دغو پرېکړو سر غړونه وکړه، ټولو توافق وکړ چې هغه سره به راکړه ورکړه نه کوي او هغه به په ټولنه کې د یوه مضر کس په توګه وي.»

هغه زیاته کړه، دې ته په پام سره چې په نالج کلي کې د نجونو یو ښوونځی شته او هغه هم ۱۵ کاله مخکې د خلکو په شخصي لګښت جوړ شوی و، هلکان هم اړ دي چې په دغه ښوونځي کې له نجونو سره یو ځای درس ووایي چې دې چارې ډېرې ستونزې رامنځ ته کړي دي.

نوموړي وویل، دغو مواردو ته په پام د تېرې ورځې په ناسته کې د یاد کلي اوسېدونکو پرېکړه وکړه چې د هلکانو لپاره به هم یو ښوونځی په شخصي لګښت جوړوي او په دې تړاو هیڅ یوه بنسټ ورسره د همکارۍ خبره نه ده کړې.

په دایکنډي ولایت کې د میرامور ولسوالۍ دیني عالمانو له دغه اقدامه هرکلی کړی او دا چاره د فرهنګ جوړونې لپاره یو ښه او نېک ګام بولي.

د میرامور ولسوالۍ یوه دیني عالم سید باقرعلوي پژواک ته وویل، اقتصادي ستونزو ته په کتو د نالج کلي د اوسېدونکو له دغه اقدام څخه خوښ دی او له نورو خلکو هم غواړي څو د د غو خلکو په څېر په مراسمو کې د ډېرو لګښتونو مخه ونیسي.

نالج د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ په برګر لوی کلي کې یو کوچنی کلی دی، د دغه کلي اوسېدونکي له پخوا کلونو راهیسې د نوروز په ورځو او بادام ګل غوړېدو فصل کې ستر جشنونه جوړوي او هغه له ګڼو تفریحي پروګرامونو او د زرګونو کسانو په ګډون سره نمانځي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.