کندهار (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): د کندهار د کانونو او صنایع او سوداګرۍ خونو چارواکي وايي، پاکستاني سوداګر د افغان سوداګرو د پنبې شاوخوا ۲۰ میلیون ډالر نه ورکوي او په یوه او بله پلمه یې ځنډولي دي.
د دغه ولایت د کانونو او صنایع خونې رییس سید سرور اماني پژواک خبري اژانس ته وویل، افغان سوداګرو پاکستان ته لسګونه زره ټنه پنبه صادره کړې او هلته یې پر خصوصي شرکتونو او سوداګرو پلورلې چې ارزښت یې شاوخوا ۲۰ میلیون امریکايي ډالر کېږي.
هغه زیاته کړه، پاکستاني سوداګر افغان سوداګرو ته یادې پیسې نه ورکوي، بېلابېلې پلمې کوي او په قصدي ډول یې ځنډولې دي.
دی وايي: «پاکستاني سوداګر افغان سوداګرو ډول ډول بهانې کوي، کله وايي چې تاسې په تور لېست کې یاست، پیسې نه شو در حواله کولای؛ ځکه بیا موږ هم په تور لېست کې راځو، کله وايي چې ستاسې پنبه خالص نه ده او کله بیا نور څه وايي.»
د ده په خبره، دا چې د افغانستان ډېره پنبه پاکستان ته صادرېږي نو له همدې امله دغه هېواد او سوداګر یې د افغان سوداګرو له مجبورۍ ناسمه ګټه اخلي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا هم وایي، دا چې په تېر یوه کال کې د هېواد په بانکي سیسټم کې یو لړ ستونزې پیدا شوې، همدا د پاکستان لپاره ښه پلمه وه چې د افغان سوداګرو پیسې وځنډوي.
هغه زیاته کړه، پاکستاني سوداګرو په دې وروستیو کې ځینو افغان سوداګرو ته د هغوی د صادرې شوې پنبې پیسې ورکړې دي خو یو ډالر یې په ۱۷۰ کلدارې حساب کړی، په داسې حال کې چې اوس د یوه ډالر بیه ۲۲۲ کلدارې ده.
دی وايي، په دې توګه هر افغان سوداګر ته په ۱۰۰ زره ډالر کې ۵ میلیون کلدارې زیان اوښتی دی.
ده وویل: «پاکستان د ځینو سوداګرو پیسې پر هغه اساس ورکړې چې کله ډالر په ۱۷۰ کالداري وو، په دې سره سوداګرو ته په هرو سل زره ډالرو کې ۵۰ لکه کلدارې زیان اوښتی دی، موږ له مقابل لوري سره په تماس کې یوو څو دا ستونزه حل کړو.»
ده خبر ورکړ چې له دې وروسته هڅه کوي د پنبې لپاره بدیل هېوادونو ولټوي چې یو هم ترکیه ده.
د ده په خبره، پنځه میاشتې وړاندې ترکيې ته ۳۰ ټنه پنبه په نمونوي توګه صادر شوې وه چې هلته خلکو خوښه کړې وه، ټاکل شوې ده سږ کال له حاصلاتو ټولولو وروسته ډېره پنبه دغه هېواد ته صادره شي.
د پنبې یو سوداګر یارمحمد هم وایي، په پاکستان کې یې د پنبې شاوخوا یو نیم میلیون ډالر بند پاتې دي خو ډېره اندازه پیسې یې ترلاسه کړې دي.
د هغه په خبره، دا چې نورو هېوادونو ته اوس مهال د پنبې صادرات نشته نو ځکه پاکستان ستونزې جوړوي.
هغه زیاته کړه: «زما تر پنځلس لکه ډېرې پيسې پاتې دي، ډېره اندازه پيسې مې تر لاسه کړي خو اکثره وخت مشکلات جوړېږي، ډالر په ډېره کښته بیه حسابوي نو په دې کې زموږ لوی تاوان دی.»
یو بل سوداګر فرید احمد هم وايي، دا چې پاکستان ته ډېر صادارت کېږي ځکه نو هلته یې پيسې هم ډېر وخت بندې پاتې وي.
د ده په وینا، دوی هڅه کوي چې ایران او ترکیې ته د پنبې صادرات پيل کړي ځکه دغه دوه هېوادونه د افغانستان د پنبې غوښتنه کوي.
ده وویل: «دا چې موږ په وچه کې بند هېواد یوو نو ډېر صادرات مو پاکستان ته دي خو دوی بیا زموږ له مجبورۍ غلطه استفاده کوي اوس موږ کوښښ کوو چې ډېره پنبه ترکیې او ایران ته صادر کړو.»
افغانستان د پنبې ۴۰۰ زره ټنه حاصلات لري چې له ۶۰ سلنه څخه یې کونجاړه او غوړي تولیدېږي او ۴۰ سلنه خالص پنبه پاتېږي چې نورو هېوادونو ته صادرېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن